تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله: له حکمتیار سره د سولې هوکړه نه بدلېدونکې ده
اجراییه مشر عبدالله عبدالله په ننګرهار کې خاورو ته د ملي اسلامي محاذ ګوند او د سولې د عالي شورا د مشر پیر سید احمد ګیلاني د سپارلو په غونډه کې وویل، د سولې شورا د مشر د مړینې له کبله له حکمتیار سره د سولې هوکړه نه بدلېدونکې ده.
د دې تر څنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د جنازې په غونډه کې وویل، ښاغلی ګیلاني په لږ وخت کې سولې ته د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار په راماتولو وتوانېد.
په دغو مراسمو کې لوړپوړي دولتي چارواکي، د ګیلاني د کورنۍ غړي، یو شمېر جهادي مشران او د ځینو هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی وو.
ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي ګیلاني د شخصیت او له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه وروستي پړاو ته رسول وستايل.
د سید احمد ګیلاني زوی سید حامد ګیلاني په دغه غونډه کې له افغان حکومته د جنازې د مراسمو جوړولو له کبله مننه وکړه.
په دغه غونډه کې د ښاغلي ګیلاني ژوندلیک هم ولوستل شو او په کې وویل شول چې ښاغلي ګیلاني د ۱۳۴۳ او ۱۳۸۲ کال اساسي قانون د تصویب په لویه جرګه کې فعاله برخه درلوده.
پیر سید احمد ګیلاني د تېرې شنبې په شپه د کابل په غازي امان الله خان روغتون کې د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شو.
ګیلاني د افغانستان له پخوانیو جهادي مشرانو څخه یو و چې د ملي اسلامي محاذ ګوند مشري یې پرغاړه لرله.
وروستۍ رسمي دنده یې د سولې عالي شورا مشري وه، چې یو کال مخکې په دې دنده وګمارلی شو.
فقید پیرسید ګیلاني له بي بي سي سره په مرګه کې ویلي و چې د طالبانو له یوشمېر کړیو سره په اړیکه کې دی.
د پیر سید احمد ګیلاني زوکړه
پیر سید احمد ګیلاني پر ۱۹۳۲ کال د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې زېږېدلي او د نسب سلسه یې د قادریه طریقت لړۍ بنسټ اېښودونکي عبدالقادر ګیلاني ته رسېږي.
سید احمد ګیلاني د کابل په ابوحنیفه لیسه کې منځنۍ زده کړې وکړې او وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي فارغ شو. نوموړي ۱۹۵۲ کال کې د افغانستان پخواني پاچا حبیب الله خان له لمسۍ عالیه سره واده وکړ.
په وروستیو کلونو کې پیر سید احمد ګیلاني په افغانستان کې د مهمو سیاسي سټو له ډلې و او له جهادي مشرانو سره یو ځای یې په سیاسي او سلاکاري ناستو کې ګډون کاوه.