کراچۍ کې افغان دیپلومات د خپل ساتونکي په ډزو وژل شوی

رپوټونه وايي، د پاکستان جنوبي کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ د ننه یو افغان دیپلومات د یوه ساتونکي په ډزو وژل شوی دی.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، په ډزو د کونسلګرۍ درېیم سکرتر وژل شوی دی.

بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي، وژل شوی د کونسلګرۍ درېیم سکرتر محمد ذکي عبده نومېږي.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې د وژل شوي دیپلومات هویت نه دی ښودلی، خو وايي چې برید کوونکی خصوصي ساتونکی یو افغان دی.

اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېوال پر خپل فیسبوکپاڼې لیکلي: "نن ماسپښین۱۲:۳۰ بجې یوه افغان ساتونکي کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ د ننه ډزې کړې چې پایله کې یې زموږ یو دیپلومات وژل شوی دی".

تر اوسه د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.

پولیسو د کلیفټون ولسوالۍ سیمه او د کونسلګرۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې ده.

یوه پولیس چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، برید کوونکی ساتونکی نیول شوی دی.

په ۲۰۱۳ کال د بلوچستان ایالت مرکز کوښه کې د افغان کونسلګرۍ یو کارکوونکی محمد هاشم عبرت بې درکه شوی و.

په ۲۰۰۸ کال، پاکستان ته نومول شوی افغان سفیر عبدالخالق فراهي د ناڅرګندو وسله والو له خوا خیبر پښتونخوا تښتول شوی و، چې له دوو کلونو او دوو میاشتو بند وروسته خوشی شو.