د هلمند ګرمسېر کې د دولت او طالبانو ترمنځ نښتو مرګ ژوبله اړولې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د هلمند سیمه ییز چارواکي وایې افغان ځواکونو د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو یو پراخ برید په شا تمبولی دی.
تېره شپه سلګونو وسله والو طالبانو د گرمسېر ولسوالۍ د امنيتي کمربند پر یو شمېر پوستو ډله ييز بريدونه کړي، چې وروسته درنه جګړه نښتې او د سهار تر دریو بجو پورې یې دوام درلود.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک بي بي سي ته وويل چې په سیمه کې شته افغان ځواکونو د وسله والو د بريد پر وړاندې کلک مقاومت کړی او وسلواله وال یې بېرته شاتګ ته اړ اېستلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
ځواک په دغې څو ساعته نښته کې د ۷ افغان سرتېرو د ټپي کېدو خو وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.
بله خوا ځیني راپورونه وايي چې په دغه څو ساعته نښته کې ۱۶ وسله وال او ۱۱ افغان سرتېري وژل شوي دي.
راپورونه ښيي چې د وسله والو د برید سره هممهاله د افغان او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت جنګي الوتکو هوایي بریدونه هم ترسره کړي.
تر دې دمه وسله والو طالبانو د ګرمسېر ولسوالۍ د تېري شپې د جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
گرمسېر د هلمند د مرکز لښکر ګاه ښار جنوب لورته په ۸۰ کیلومترې کې پرته ولسوالي ده چې له پاکستان سره هم پوله لري.

دا په تېره یوه اوونۍ کې د وسله والو دوهم لوی برید دی چې د هلمند په دوو ولسوالیو سنګین او دا ځل ګرمسېر یې ترسره کوي.
په هلمند کې وروستیو ناامنیو او د وضعیت د څېړلو په موخه یوازې څو ورځې وړاندې د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د یو شمېر امنیتي چارواکو سره یو ځاي سفر کړي و.









