"بادغیس کې دوه ډاکټران تښتول شوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان شمال لوېدیځ بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت په قادس ولسوالۍ کې دوه ډاکټران تښتول شوي. تښتول شوي ډاکټران د یاد ولایت د عام روغتیا ریاست اړوند دي.
د بادغیس د ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، دغو ډاکټرانو د قادس ولسوالۍ د یوه کلینیک کتلو ته سفر کاوه، چې "وسله والو طالبانو" وتښتول.
سرچینه وايي، له تښتول شویو سره د "ملاتړ" مؤسسې یو بل کارکوونکی هم و، چې په وینا یې د قادس ولسوالۍ په "دهن قرچقي" سیمه کې طالبانو وتښتول.
پولیسو د تښتول شویو ډاکټرانو لټون پیل کړی دی.
تر اوسه طالبانو د دغو تښتول شویو ډاکټرانو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو ده چې د "ملاتړ" مؤسسې اړوند ډاکټر، چې ځان یې تښتوونکو ته د ډاکټرانو موټرچلوونکی معرفي کړی و، خوشی شوی دی.








