افغانستان کې د مېندوارو ښځو مړینه نږدې "درې چنده" ډېره ده

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغان مېرمنو د روغتیايي وضعت په هکله نوی رپوټ په راتلونکو دوو اونیو کې خپرېږي.ر

د افغانستان د وګړو او روغتیا د ارزونې تازه رپوټ به تر دوو راتلونکو اونیو خپور شي، خو ځینې سرچینو بي بي سي ته ویلې، په دې رپوټ کې جوته شوې چې د زېږون پرمهال د مېرمنو د مړینې کچه تر هغو شمېرو "لوړه" ده چې مخکې ور کول کېدې.

په ۲۰۱۰ کال د افغان حکومت ارزونې ښودل چې که پخوا د ماشوم راوړلو پر مهال په هرو یو لک مېرمنو کې ۱۶۰۰ میندې مړې کېدلې خو اوس دا شمېر ۳۲۷ مېرمنو ته ټیټ شوی دی.

خو په نوي رپوټ کې راغلي چې په هرو یو لک یا سل زرو افغان مېندوارو مېرمنو کې د زېږون ور کولو پر مهال له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې ښځې مري.

د ملګرو ملتونو او افغان حکومت دا رپوټ د امریکا په مالي مرسته چمتو او راتلونکو دوو اونیو کې به خپور شي.

حکومت د مېندوارو مېرمنو د مړینې کمېدل مهمه لاسته راوړنه بلله

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ډېر اولادونه راوړل او د مېندوارۍ ترمنځ ځنډ نه کول هم د میندو د مړه کېدلو لوی لامل بلل کېږي.ر

افغان حکومت د زېږون پرمهال د میندوارو مېرمنو او نوزېږو ماشومانو د مړینې کچه کمېدل، د بیان ازادۍ او ښوونیز وضعیت د ښه والي ترڅنګ د مهمو لاسته راوړنو د بېلګې په ډول یادول.

نړیوالې ټولنې هم تل دغه لاسته راوړنې د خپل شتوالي د سپیناوي او مالیه ور کوونکو د مرستو د په ځای لګېدو لپاره یادې کړې دي.

خو مرستندویه ادارې چې په افغانستان کې د مور ماشوم د روغتیا د ښه والي لپاره کار کوي، اندېښنه ښيي چې په دې برخه کې ناسم رپوټونه ممکن د روغتیا برخې ته د مرستندویه هېوادونو پام کم کړي.

ځینې سرچینو بي بي سي ته ویلي، تازه ارزونې ښيي، چې په افغانستان کې د ټولیزې روغتیا برخه ډېرې ستونزې لري او سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د مېرمنو د روغتیا د ښه والي لپاره هڅې شوې، خو لا هم له هغه ډېرې میندې د زېږون ور کولو پر مهال مري چې پخوا د افغان دولت په رسمي رپوټونو کې راتلل.

له روغتیا برخې سره د امریکا ۲۲۸ میلیون ډالري مرسته

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مېندوارو مېرمنو د مړینې کچه کمېدل افغان حکومت او نړیوالې ټولنه خپله مهمه لاسته راوړنه بلله.

په وروستیو کې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي هم په یوه رپوټ کې وویل، چې ناکره معلوماتو د دغه هېواد د پرمختیا پروګرامونو پر اغېز سیوری غوړولی دی.

د سیګار په رپوټ کې راغلي و چې د امریکا نړیوالې پرمختیا ادارې یا یوسېډ د افغانستان روغتیا برخې ته د ۲۰۱۳ کال له جون د ۲۰۱۸ کال تر جون پورې نږدې ۲۲۸ میلیون ډالر ور کړي چې د مېرمنو ژغورل یې مهمه برخه جوړوي.

سره له دې چې په افغانستان کې د درملنې نږدې ۲۵۰۰ مرکزونه شته او روغتیايي خدمتونو ته له ۸۰ سلنې د ډېرو افغانانو لاس رسېږي، خو د دغو خدمتونو پر څرنګوالي نیوکه کېږي او د روغتیا ګراف هم ټیټ دی.

د روغتیا پالو په ګډون د متخصصو کارکوونکو کمښت، په لرې پرتو سیمو کې د دې کارکوونکو ګومارل، په ولایتونو کې ناامنۍ او دودونه د افغان مېرمنو د ډېرې مړینې دلیلونه بلل کېږي.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لرې پرتو سیمو ته د ښځینه روغتیاپالو نه تګ او کمښت هم د مېرمنو د مړینې یو لوی لامل بلل کېږي.

د افغانستان د ورغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي تازه ارزونه نه ردوي او نه یې تاییدوي، خو وايي، د رسمي رپوټ خپرېدلو ته به منتظر وي چې ټاکل شوې دوه اونۍ وروسته خپور شي.

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، لرې پرتو سیمو ته د