افغانستان کې د شکرې ناروغي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د شکرې ناروغۍ د میلیونونو افغانانو روغتیا ته ګواښ پېښ کړی دی.
په بېسارې توګه په پراخېدو هم ده. اټکل دی شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانان دا ناروغي لري.
د روغتیا وزارت یې د درملنې لپاره د کوټلو ګامونو غوښتنه کړې.
کابل کې آریا احمدزۍ له یوې ناروغې سره غږېدلې او دا ګوري چې څه ډول یې مخنیوی کېدای شي.