' د کندوز ځینو سیمو کې د وسله والو له ګواښ وروسته نجونې له ښوونځي منع شوې'

کندوز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کندوز ولایت د ښونې چارواکي دغه رپوټونه مني، خو د زده کونکو شمېر لږ بولي
    • Author, عبید الله حسام
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان په کندوز ولایت کې یو شمېر خلک شکایت کوي، چې د حکومت وسلوالو مخالفینو له ګواښ وروسته په دغه ولایت کې، زرګونه زده کونکې نجونې له زده کړو منع کړل شوې دي.

د دوی په وینا، په هغو سیمو کې، چې دوی په کې نفوذ لري، د حکومت وسله والو مخالفینو ګواښ کړی چې له شپږم ټولګي وروسته نجونې نه شي کولای هغو ښونځیو ته لاړې شي چې ښوونکي یې نارینه وي.

د طالبانو غبرګون

د کندوز ولایت د ښونې چارواکي دغه رپوټونه مني، خو د زده کونکو شمېر لږ بولي.

وسله والو طالبانو بي بي سي ته وویل د حکومتي سرچینو له خوا د خپاره شوي رپوټ په غبرګون کې وویل:

''کندوز کې چې کومې نجونې زده کوونکې لویې شوې د هغوی د حجاب په اړه لارښوونې شته، په اکثرودا ډول ښوونځیو کې ښځینه ښوونکې هم ګومارل شوې، نوره ستونزه نه شته، د بندېدو خبره او راپور یې حقیقت نه لري. ''

تېرکال هم د افغانستان په لوګر ولایت کې وسله والو ورته ګواښ کړی و.

د کندوز ولایت یو تن اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل، د کورنۍ څلور زده کونکې نجونې یې له همدې امله له زده کړې محرومې شوي.

د کندوز ولایت د ښوونې د ریاست د څار عمومي مدیر عبدالباقي عمر بي بي سي ته وویل، د کندوز په پنځه ولسوالیو کې شاوخوا لس ښوونځي له دې ستونزې سره مخ دي.

وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي. خو تېر کال په لوګر ولایت کې د دوی د ګواښ له امله شاوخوا ۱۲ ښوونځي تړل شوي وو.

کندز ولایت اووه ولسوالۍ لري.

ښوونځی

د عکس سرچینه، AFP

تېر کال طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره له سختې جګړې وروسته د دویم ځل لپاره د کندوز ولایت د لنډې مودې لپاره ولکه کړ. ویل کېږي لاهم د دې ولایت په ډېری سېمو کې د حکومت واکمني نه شته.

له یوه کال راهېسې د ناامنیو او ځېنو نورو ستونزو له امله ددې ولایت اوسېدونکي د خپلو سېمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دوی وايي، هغه کورنۍ چې مالي توان لري، د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره دا ولایت پرېږدي او نورو سېمو ته کډوال کېږي.