تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روڼتیا څار ادارې د فساد مخنیوي لپاره ۳۶۰ ځوانان وروزل
د افغانستان د روڼتیا څار اداره یا INTEGRITY WATCH وايي، د فساد ضد مبارزه کې په پراخه کچه د ولسي خلکو د ښکېلولو هڅه کوي.
د دې ادارې مشر محمد اکرام افضلي بي بي سي ته وویل، د دغه پلان له مخې له حکومت سره په ګډه د مفسدو کسانو مخنیوی غواړي.
دې ادارې د اروپايي ټولنې په مالي او تخنیکي مرسته د شپږو ورځو لپاره ۳۶۰ افغان ځوانان روزلي چې په نهو ولایتونو کې ښوونځي، روغتونونه، محکمې او پرمختیايي پروژې وویني او د قانون خلاف هڅو مخنیوی وکړي.
دوی د امانتولۍ اتلان نومول شوي او خپلو ولایتونو ته به له تللو وروسته پر زدکړو یا کار سربېره په خپله خوښه یادو ادارو ته ځي او که کوم کمی زیاتی یا هم د فساد پېښې ویني، نو د چارواکو پام به ورته را اړوي.
له ۴۰ ډېرو افغان ځوانانو د یو کال لپاره په ځینې ولایتونو کې دغه کار کړی دی.
محمد اسماعیل هوتک هم د دوی له ډلې دی، چې په ننګرهار کې د څارونکي دنده لري.
" موږ د ننګرهار عامه کتابتون د ودانۍ چارې څارلې، د کتابتون جوړولو پروژه کې اینجینر نه و، موږ موسسه اړه کړه، چې اینجینر وګوماري. په دې پروژه کې مو د خرابو او زنګ وهلو سیخانو او د خامو خښتو د کارېندګ مخنیوی هم وکړ".
د روڼتیا څار اداره هیله منه ده چې دا هڅه به خلک د فساد ضد مبارزه کې یو موټی کړي او د فساد په مخنیوي کې به اغېزناک وي.
نږدې یوه میاشت مخکې دې ادارې ویلي وو، چې افغانان د کال درې میلیارده ډالر بډې یا رشوت ور کوي.
د تېرې چهارشنبې ورځې د یوه رپوټ له مخې د نړیوالې ورڼتیا ادارې یا TRANSPARENCY INTERNATIONAL افغانستان اتم فاسد هېواد وباله.
په دغه رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې دولتي فساد کم شوی دی، خو دغه هېواد لا هم په اداري او اقتصادي خوندیتوب کې ډېرې ستونزې لري.