'ننګرهار کې د ملکي خلکو لسګونه کورونه سوځوول شوي'

    • Author, نعمت الله کریاب
    • دنده, بي بي سي

په ننګرهار کې چار واکي وايي، ''اسلامي دولت ''، نومې ډلې د ملکي خلکو لسګونه کورونه سوځولي دي.

دغه مینې لا پخوا د داعش ډلې له ډاره خلکو پرې ایښې وې. ځايي خلک وايي، حکومت یې د کورونو په ژغورلو کې کارنده ونډه نه ده اخیستې.

د ملکي خلکو ګڼې مېنې، چې څو میاشتې وړاندې ترې د سختو جګړو له امله اوسېدونکي کوچیدلي وو، نن د ځايي خلکو په وینا اسلامي دولت یا داعش وسلوالو اور ورته کړی.

د کوټ یو قومي مشر ملک احمد زی وايي، دسې پای په سیمه کې شاوخوا دوه سوه کورونه او په کې پاتې توکي سوځول شوي دي.

د کوټ ولسوال د کورونو د سوځېدو پخلی کوي خو شمېر يې هومره ډېر نه ښيي. د کوټ ولسوال سید رحمان، وايي، دغه کورونه د حکومت له ولکې نه په وتلې سیمه کې سوځول شوي دي.

تر اوسه داعش یا 'اسلامي دولت ' ډلي د کوټ په سې پای کې د خلکو د کورونو د سوځیدو په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د ننګرهار چارواکي وايي، د غني خېلو ولسوالۍ په ۲۷ مه ویاله کې د القاعده ډلې یو غړی، چې دوی یې د شینوارو د شپږو ولسوالیو مالي مشر بولي، نیول شوی دی.

چارواکي وايي، له هغه سره څلور نور کسان او یو شمېر مهم پوځي توکي نیول شوي.

په عملیاتو کې شپږکسان وژل شوي او څو ټپیان دي، چې ځايي خلک ېې ملکیان بولي او وايي، څو يې کوچنیان دي. ټپي شوي اوس دغني خیلو په دولتي روغتون کې بستري دي.

د ننګرهار والي ګلاب منګل د عملیاتو د پخلي تر څنګ د ملکیانو د ادعا شوې مرګژوبلې د پلټنې خبره کړې.