تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ننګرهار: هوایي برید کې طالبانو ته مرګژوبله اوښتې
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار د والي ویاند وایي؛ د طالبانو د یوه قومندان پر کور په یوه هوایي برید کې د دغې ډلې اته غړي وژل شوي دي.
عطاو الله خوګیاڼي د جعې په ورځ (عقرب/لړم ۷مه) وویل؛ دا برید تېره شپه د جلال اباد ښار په سوېل لویدیځ کې د شېرزادو په ولسوالۍ کې شوی دی.
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه؛ بريد د طالبانو د يوه قومندان مولوی محمد عالم پر کور شوی چې د دغې ډلې يو وتلی قومندان دی.
د شېرزاد ځینو اوسېدونکو ویلي؛ په دغه برید ۱۶ نور کسان ټپیان شوي چې ماشومان او ښځې هم پکې دي چې ځینې یې د همدغه قومنداند کورنۍ غړي دي.
طالبانو ویلي چې تېره شپه نړیوالو ځواکونو د مولوي محمد عالم پر کور هوایي برید کړی او له امله یې نژدې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له نسبتا ناارامو ولاینو دی چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. ددغه ولایت په سرحدي سیمو کې تل ناارامي وي.