تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل لاریونوال: د پاکستان سفارت د جاسوسۍ ځاله ده
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د کابل سلګونو اوسېدونکو د جمعې په ورځ د پاکستان سفارت مخې ته لاريون وکړ او دغه سفارت يې په افغانستان کې د جاسوسۍ ځاله وبلله.
لاریونوالو د پاکستان او ترهګرۍ ضد شعارونه ور کول او وروسته یې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې اسلام اباد له طالبانو پر ملاتړ سربېره ان د افغانستان پر خاوره نېغ بریدونه کوي.
"موږ نن را ټول شوي یو چې د دې جنایت پر وړاندې د خپلې غوسې، کینې او نفرت چیغه په کابل ښار کې د پاکستان د جاسوسۍ مرکز چې د سفارت په نامه فعالیت کوي پورته کړو".
په کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته راټولو شويو مظاهره کوونکو په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستيو چاودونو پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارو واچوله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې دغه هېواد د ترهګرۍ ملاتړی او وسلوال طالبان ترهګره ډله اعلان کړي.
دوی له افغان حکومت هم وغوښتل چې د پاکستان سفارت چارې وڅاري.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پر ضد په کابل کې مظاهره کیږي او د ترهګرۍ پر وړاندې د دغه هېواد پر دريځ نيوکې کیږي.
که څه هم پاکستان په افغانستان کې په بريدونو او چاودنو کې تل خپل لاس لرل ردوي خو له دې سره سره افغانان د پاکستان ورته څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او اسلام اباد د هغو ډلو پر ملاتړ تورنوي چې په افغانستان کې دا رنګ بريدونه کوي.