' افغانستان کې له پرمختیا سره هم مهاله نابرابري هم ډېره شوې'

د عکس سرچینه، AFghanistan moe
د افغانستان د اقتصاد وزارت لخوا د عامه هوساینې تازه ارزونه چې ددې هېواد د احصاییې مرکزي ادارې او نړیوال بانک په همکارۍ ترسره شوې، نن (قوس/لیندۍ ۲۸مه) خپره شوه.
ددې راپور د جوړونې هدف دا دی چې هغه ولایتونه وپېژندل شي چې په بېلابېلو برخو کې یې کمه پرمختیا لرلې، په راتلونکو پلانونو کې په پام کې ونیول شي، د پایدارې پرمختیا پروړاندې ننګونو وپېژندل شي او د ولایتونو لپاره د بودیجې ځانګړې کولو کې د یوه اغېزناک سند په توګه وکارول شي.
دا راپور ښيي چې افغانستان په بېلابېلو برخو لکه پوهنې، روغتیا او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې پرمختګونه کړي، خو له پرمختګونو سره ورته وخت کې د ولایتونو ترمنځ نابرابرۍ هم پراخې شوې دي.
په راپور کې راغلي؛ "په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ ټولنیز او اقتصادي توپیرونه لیدل شوی چې ښيي باید د مساوي فرصتونو برابرولو لپاره پالیسۍ جوړې شي."
ددغې ارزونې له مخې؛ د فراه ولایت د ۴ سلنه بېوزلي نفوس لرلو سره تر ټولو هوسا او د تخار ولایت د ۶۶ سلنه فقیرو خلکو لرلو سره ترټولو بېوزلی ولایت پېژندل شوی دی.
په دغه ارزونه کې جوزجان د بیکارۍ تر ټولو ټیټه کچه ۵،۶ سلنه او دایکندی د بیکارۍ تر ټولو لوړه کچه ۵۰،۴ سلنه لري.
د اقتصاد وزارت د اقتصادي پالیسۍ رییس سیر احمد نیاز ددې راپور خپرېدو په کنفرانس کې وویل؛ په تعلیمي برخه کې جنسیتي نابرابري د ولایتونو ترمنځ د نابرابریو ښوولو ترټولو ښه نمونه ده.
د هغه په وینا، افغانستان کې ددغې ارزونې له مخې، د هرو درېیو هلکانو په مقابل کې دوه نجونې ښوونځیو کې شاملېږي.
د هرات او دایکندي ولایتونه د تعلیم په برخه کې له جنسیتي نابرابرۍ پاک پېژندل شوي او پکتیا د جنسیت له پلوه تعلیم ته د مساوي لاسرسي له مخې ترټولو ټیټه کچه ۹،۴ سلنه لري.
ښاغلي نیازي پاکو اوبو ته لاسرسی ددغه ارزونې د مثبت اړخ په توګه اشاره وکړه. ددغې ارزونې له مخې، که پاکو اوبو ته د لاسرسي حالت د اوس په څېر دوام وکړي، تر راتلونکو درېیو کلونو به د افغانستان ټول خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
کابل کې ۹۳،۷ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري چې د ټولو په سر کې دی او نورستان هغه ولایت دی چې یوازې ۹،۶ سلنه خلک پکې پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

د عکس سرچینه، AFP
د عامه هوساینې ارزونې ته اړتیا
د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وایي؛ دغه ارزونه په داسې حساس وخت کې ترسره شوې چې د افغانستان خلک د اقتصادي ستونزو او جګړې له امله بېوزلي شوي دي.
د هغه په وینا، له دې ارزونې د افغانستان د پرمختیایي اجنډا جوړولو په برخه کې کار اخستل کېږي.
هغه همداراز دا ارزونه د متوازنې پرمختیا لپاره اړینه وبلله او ویې ویل: "د یوه ولایت ناخوالې کولی شي په نورو ولایتونو مستقیمه اغېزه وکړي، نو له همدې امله هوسا افغانستان متوازنې پرمختیا ته اړتیا لري."
د افغانستان د احصاییې مرکزي ادارې رییس شېرمحمد جامي زاده هم وایي؛ دا ډول ارزونې د راتلونکو پلانونو بنسټونه جوړوي.
دی وایي؛ د ښه ژوند او ښې راتلونکې درلودلو لپاره یوه لاسته راوړنه ده.
د اقتصاد وزارت د چارواکو په وینا دا د افغانستان د عامه هوساینې درېیمه ارزونه ده چې د د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د خلکو د ژوند وضعیت یې ارزولی دی. پخواني ارزونې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ ترسره شوې وې.








