د هلمند والي دغه ولایت ته د طالبانو مشرۍ لېږدېدل رد کړل

د افغانستان په سوېل کې د هلمند والي حیات الله حیات له پاکستان نه دغه ولایت ته د طالبانو د مشرتابه لېږدېدو راپورونه رد کړل.

هغه نن (قوس/لیندۍ ۷مه) په هلمند کې په یوه خبري ناسته کې وویل؛ دده د معلوماتو له مخې طالبانو نه یوازې په هلمند بلکې په څو ولایتونو کې پراخ بریدونه پیل کړي و چې ددې کنټرول یې ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، اورپکو هوډ درلود چې ددغو ولایتونو کنټرول ترلاسه کولو وروسته د کویټې او پېښور شورا دغو ولایتونو ته ولېږدوي، خو ناکام شول.

ښاغلي حیات ادعا وکړه چې پر طالبانو د پاکستان له لوري فشار ډېر دی ترڅو ددوی پټنځایونه او روزنیز مرکزونه افغانستان ته ولېږدوي.

هغه وویل؛ د طالبانو د لوی برید تر ناکامېدو وروسته اوس پاکستان دا ګنګوسه خپره کړې چې د طالبانو مرکزونه له پاکستان نه افغانستان ته لېږدول شوي دي.

هغه وویل؛ د هلمند په ځینو ولسوالیو کې طالبان شته خو د هغوی د مشرانو شتون یې رد کړ.

د هلمند والي وویل؛ پاکستان په کویټه ښار کې د طالبانو مشران له یوې سیمې بلې سیمې ته لېږدولي دي.

په تېرو څو میاشتو کې هملند د طالبانو او دولتي ځواکونو د سختو جګړو شاهد و او ویل کېدل چې طالبان غواړي دغه ولایت کې تلپاتې مرکز جوړ کړي. ددغو جګړو لمنه د مرکز لښکرګاه تر ښاره ورسېده او د افغانستان دفاع وزارت د اورپکو د ځپلو او پرشا تمبولو لپاره تازه دمي سرتېري دغه ولایت ته ولېږل.

اسوشېټډ پرېس تېره ورځ راپور ورکړی و چې د پاکستان تر پوځي عملیاتو وروسته افغان طالبان ښایي بېرته خپلو مېنو ته هلمند ولایت کې ګرځېدلې وي او د افغانستان له دولت سره مقابلې ته چمتووالی ونیسي.

نن د افغانستان په مشرانو جرګه کې هم افغانستان ته د طالبانو مشرتابه رالېږدېدو مساله راپورته شوه. ددغې جرګې مرستیال عبیدالله کلیمزي چې نن یې د جرګې مشري کوله له حکومت نه په دغه برخه کې د سپیناوي غوښتنه وکړه.

څه موده وړاندې افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن ویلي و، "طالبان غواړي د کوټې شورا هلمند ته ولېږدوي". نوموړی وايي په همدې دليل په هلمند کې طالبانو د ځاى موندلو هڅې گړندۍ کړې دي.

خو دغه امريکايی قومندان ویلي و چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو گڼې هڅې په شا تمبولي دي.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د افغانستان دولت ادعا لري چې ددغې ډلې مشران په پېښور او کوټه کې د پاکستان په ملاتړ ژوند کوي او همداراز ددوی روزنیز مرکزونه او پټنځایونه په پاکستان کې دي.