د بېسوادۍ لمنځه وړلو لپاره د افغانستان حکومت نوې طرحه

د عکس سرچینه، MOE
د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي؛ په هېواد کې د بېسوادۍ لمنځه وړلو او د سواد زده کړې اجباري کولو طرحه یې جوړه کړې ده.
د افغانستان د پوهنې سلب صلاحیت شوي وزیر اسدالله حنیف بلخي د یکشنبې په ورځ (عقرب/لړم ۳۰مه) په یوه ناسته کې وویل؛ د دغه هېواد ۶۰ سلنه خلک بېسواده دي او ددوی له ډلې ۸۰ سلنه ښځې دي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه؛ تر ۱۵ کلونو د ډېر عمرلرونکو ۱۱ میلیونه بېسواده کسانو له ډلې ۵۰۰ زره کسان په ټول افغانستان کې د سواد زده کړې په ۱۵ زره مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.
د هغه په وینا، هرکال له ۳۰۰ تر ۳۵۰ زره کسان بریالي کېږي چې په دغو مرکزونو کې د سواد زده کړې پروګرام بشپړ کړي او د لیکلو او لوستلو جوګه شي.
د افغانستان پوهنې وزارت د سواد زده کړې مرستیال سردار محمد رحیمي وویل؛ د سواد زده کړې لپاره د خلکو بسیج کولو طرحه د ولسمشر د دویم مرستیال په مشرۍ د کابینې یوې کمېټې تصویب کړې ده.
هغه زیاته کړه؛ دا پروګرام به له راتلونکي کال نه پلی شي او له مخې یې د سواد زده کړې پروګرام د مدیریت، د سواد زده کړې کیفیت او د خلکو د ګډون او پلي کولو اړوند مسایلو کې به ښه والی راشي.
ښاغلي رحیمې ټینګار وکړ چې ددې پروګرام پر بنسټ، په هېواد کې د سواد زده کړې نصاب د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان (یونسکو) په مرسته بدل شي او نوي روزنیز کتابونه به چمتو کړای شي.
هغه زیاته کړه؛ د سواد زده کړې اوسني کتابونه د سواد زده کوونکو د اړتیاوو له مخې نه دي. دا هغه خبره ده چې د زده کړې کارپوهانو په وار وار پرې نیوکه کړې خو دومره ورته پام نه دی شوی.

د عکس سرچینه، FB
رحیمي وویل؛ دا طرحه به ډېر ژر د حکومت په کابینه کې تصویب شي او د یوه لارښوونې په توګه به عملي کړای شي.
د هغه په وینا، د افغانستان د پوهنې د ټولې بودیجې یوه تر یوه نیمه برخه د سواد زده کړې لپاره بېله شوې ده چې ښکاري دولت ورته ډېره کمه پاملرنه کوي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه؛ افغانستان د نړۍ د درېیو هېوادونو له ډلې یو دی چې په پراخه کچه بېسوادي پکې ټولنه له ننګونو سره مخ کړې ده.
هغه ټینګار وکړ مناسبه نه ده چې افغانستان د نړۍ له "ترټولو بېسوادو" هېوادونو وي چې د بېسوادۍ له مخې د دوو افریقایي هېوادونو وروسته درېیم وي.
افغانستان کې د یونسکو استازې پاتریشیا مک فیلیپس وویل؛ د لویانو سواد زده کړه یو له هغو برخو ده چې په تېره یوه لسیزه کې یې پروړاندې په افغانستان کې "غفلت" شوی دی.
مېرمن مک فیلیپس زیاته کړه؛ د کلیوالو او په ځانګړې توګه د کلیوالو ښځو ترمنځ بېسوادي ډېره ده چې تر ۹۰ سلنې رسېږي. د هغې په وینا، په دغه کچه بېسوادي لامل کېږي چې ښځې زیانمنونکې، بېوزلې او په پراخ کچه بېکارې وې.








