پنتاګون افغانستان کې د القاعدې یوه مشر مړینه تایید کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا په افغانستان کې د القاعدې د یوه مشر فاروق القحطاني وژل کېدل تایید کړل. د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي؛ د القاعدې دغه لوړپوړی مشر دوه اونۍ وړاندې په ختیځ کونړ ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې وژل شوی دی.
القحطاني چې عربستان کې زېږېدلی و، له فبروري میاشتې راهیسې د امریکا د "ترهګرۍ" تور لست کې شامل شوی و.
لکه څنګه چې پنتاګون وایي؛ هغه القاعده کې پر امریکا کې د بریدونو له اصلي طراحانو و.
فاروق القحطاني چې د قطر تبعه و، همداراز په اروپا کې د مرګونو بریدونو په طرحه کولو په لاس لرلو تورن و.
د افغانستان دولت یوه ویاند ویلي؛ القحطاني او ۱۵ نور اورپکي د اکتوبر په ۲۳مه د افغانستان په ختیځ کې په یوه برید کې ووژل شول.
ددغه راپور له مخې، په وژل شویو کې دوه عربان او څو پاکستاني اورپکي هم وو.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په يوه رپوټ کې ويل شوي چې القاعدې ته وفاداره جنگيالي د افغانستان په اوسنيو جگړو کې د طالبانو ملاتړ کوي.
رپوټ کې داهم ويل شوي چې د اسلامي دولت نومې ډله په افغانستان کې ډېره کمزورې شوې ده.








