تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندوز کې دوو ټپي شویو امریکايي پوځيانو ساه ورکړه
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان امریکایي جنرال جان نیکولسن وايي، کندوز کې د جګړې پرمهال دوو ټپي شویو امریکايي سرتېرو ساه ورکړه.
افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي، دغه امریکايي پوځيان په کندوز ولایت کې له افغان همکارانو سره د پوځي روزنیزو عملیاتو پرمهال تر برید لاندې راغلل.
په برید کې دوه نور امریکايي پوځيان هم ټپیان شوي وو.
په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن په یوه خبرپاڼه کې ویلي "په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو له خوا نن موږ د خپلو ملګرو د مړینې په اړه د دوی له کورنیو سره غمشریکي ښیو."
جنرال نیکولسن وايي، د دوو نورو ټپي شویو سرتېرو ښه درملنه روانه ده.
سرچینه وايي، پر دغو امریکايي سرتېرو له افغان ځواکونو سره یوځای د طالبانو پرضد د چاڼیزو روزنیز عملیاتو پرمهال ډزې وشوې او ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه وايي، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د وژل شویو سرتېرو نومونه نه په ډاګه کېږي.
څو اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو پر کندوز ښار پراخ بریدونه وکړل، چې د ښار ځینې برخې یې ونیوې، خو امریکايي ځواکونو په همکارۍ افغان ځواکونو بېرته له ښاره وایستل.
تېر کال هم طالبانو پر همدې نېټه پر کندوز بریدونه وکړل او د څو ورځو لپاره یې دغه ښار ونیو.
دا مهال افغانستان کې د امریکا ۹۸۰۰ او د نورو هېوادونو شاوخوا درې زره پوځيان مېشت دي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې دنده مخته وړي.