تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د ایراني هنرمندانو په ګډون د هرات- مېرمن فلم نړیوال فسټیوال
د هرات- مېرمنو فلم نړیوال فسټوال څلورم پړاو د ایران، هند، امریکا، ایرلنډ او ایټالیا د فلم جوړوونکو په ګډون د چهارشنبې په ورځ کابل کې پیل شو.
په دې فسټیوال کې د ښځو په تړاو د ۲۰ هېوادونو ۲۰۰ فلمونه خپلمنځي سیالي لري.
د سږني فسټیوال د منځګړي پلاوي غړي د هند، ایرلنډ، امریکا، ایران او افغانستان دي او د هند، ایرلنډ، امریکا، ایران، افغانستان، میانمار، ترکیې، فرانسې، مصر، ایټالیا، بلجیم، لبنان، ویتنام، چین، بنګلادېش، قزاقستان، جرمني، پرتګال او جنوبي کوریا غوره شوي فلمونه سیالۍ ته اېښودل شوي دي.
د فسټیوال جوړوونکي وایي، سږکال د منځګړي پلاوي له خوا پر غوره شوو فلمونو او لوبغاړو سربېره د مېرمنو د حقونو برخه کې یوې فعالې ته هم ستاینلیک ورکړل شي.
د هرات ـ مېرمنو فلم نړیوال فسټیوال په ۱۳۹۱ کال پیل شوی. په سیمه کې د مېرمنو فلم لومړنی فسټیوال دی. په تېرو دریو پړاوونو کې د مختلفو هېوادونو د نژدې ۱۰۰۰ فلمونو کوربه و.