د ملارسول په مشرۍ د طالبانو ډله وايي، که د بهرنیانو وتل تضمین شي وسله ږدو!

د ملا محمد رسول په مشرۍ له افغان طالبانو بېلې شوې ډلې ویلي؛ که د افغانستان حکومت له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو ضمانت وکړي، دوی به جګړه پرېږدي.
د دغې ډلې مرستیال ملا منان نیازي بي بي سي ته وویل؛ د افغانستان اوسنی دولتي نظام اسلامي او د دوو ګاونډیو مسلمانو هېوادونو ایران او پاکستان پرتله غوره دی.
ښاغلی نیازی وايي؛ د ملا محمدرسول په مشرۍ طالبان د افغانستان له دولت سره خبرو ته چمتو دي او زیاتوي؛ د سولې بین الافغاني خبرې تر هغو مذاکراتو غوره دي چې د بهرنیانو او ګاونډیو هېوادونو په منځګړتوب ترسره کېږي.

د عکس سرچینه، AFP
" موږ پر بین الافغاني تفاهم عقیده لرو، د افغانانو تر منځ د ستونزو حل لپاره تل خبرو ته حاضر یوو. شرط یې اسلامي نظام او د استعمارګرو بهرنیانو د وتلو ضمانت دی."
د طالبانو دغې ډلې د روان کال په مې میاشت کې هم د افغانستان له حکومت سره خبرو ته چمتووالی ښوولی و.

د افغانستان حکومت که څه هم د دولت مخالفینو پروړاندې جګړه روانه ساتلې خو د سولې دروازې یې پرانستې پرېښې دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني تل پر مخالفو وسله والو غږ کړی چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
د روان ۱۳۹۵کال د میزان/تلې په لومړۍ نېټه د ملي یووالي حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کړ. د دولتي چارواکو او د افغانستان د سولې عالي شورا هیله مندي دا ده چې دا تړون وکولی شي طالبان هم سولې ته راوبولي.
تېره ورځ د افغانستان یوه سناتور عبدالطیف نهضت یار د مشرانو جرګې په غونډه کې ویلي و چې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو ډلې د افغانستان له دولت سره خبرې پیل کړي او د ملا منان نیازي په مشرۍ یې یو پلاوی کابل ته راغلی.

خو ښاغلي نیازي کابل ته د تګ او د افغانستان له حکومتي چارواکو سره د خبرو راپورونه بې بنسټه وبلل او زیاته یې کړه چې "موږ په غرونو کې په خپلو مورچلونو کې یوو."
د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو بېله شوې ډله تېر کال په همدې شپو ورځو کې هله رامنځته شوه چې د ملا عمر تر مړینې وروسته یې ملا منصور د هغه د ځایناستي په توګه ونه منلو.
د ملا رسول ډلې ملا منصور د پاکستان لاسپوڅی باله او خپلمنځي جګړو کې د دواړو لورو لسګونه پلویان وژل شوي دي.
د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته هم دا اختلاف پرځای پاتې دی.
د طالبانو دغه ډله پاکستان پر دوه مخې تګلارې تورنوي چې د ملا منان په وینا هم یې امریکا، هم د افغانستان اوسنی دولت تېر ایستی او ورپسې یې طالبانو سره "لوبه" پیل کړې.
په حمل/ وري میاشت کې پاکستاني رسنیو د پاکستان په خاوره کې د ملا رسول د نیول کېدو خبر ورکړ، خو وروسته دغې ډلې د هغه نیول کېدل رد کړل.
تېره اونۍ د طالبانو ځینو سرچینو کوټه کې د پاکستاني امنیتي ادارو لخوا د افغان طالبانو د رهبري شورا غړی او د د دغې ډلې د جلب او جذب کمیسيون مشر ملا احمدالله ناني د نیول کېدو خبره وکړه.
یوه افغان چارواکي بي بي سي ته وویل ملا احمدالله نانی، سليمان آغا او ملا صمد ثاني درېواړه د طالبانو پخواني مشر ملا اختر منصور ته ډېر نژدې وو او د طالبانو د نوي مشر ملاهبت الله اخندزاده د مشرۍ مخالفت یې کاوه، ځکه پاکستان ونیول، خو د طالبان یو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره رد کړه.

وړاندې هم داسې ادعاوې شوي چې کومو طالبانو د افغانستان دولت سره سولې ته لېوالتیا ښوولې یا یې د پاکستان څارګرې ادارې مخالفت کړی، وژل شوي یا هم نیول شوي دي.
ښاغلي نیازي وویل: "موږ له پاکستان سره مخالفت کړی او له پاکستان څخه راوتلي یو په دې نیت چې موږ د ازادۍ لپاره قرباني ورکړې نو ازاد یو او افغاني فضا کې دننه افغانانو سره غواړو چې خبرې وکړو."
د افغانستان حکومت په وار وار ویلي چې طالبان د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري، له همغه ځایه تمویلېږي او تجهیزېږي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.
خو یو ځل د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وویل، طالب مشران په پاکستان کې له خپلو کورنیو سره مېشت دي. "پاکستان پر افغان طالبانو څه نا څه نفوذ ځکه لري چې د هغوی مشران په هغه هېواد کې دي، هلته طبي اسانتياوې کاروي او کورنۍ يې مېشتې دي."








