افغانستان ته ستانه شوي ځینې کډوال: "وچه ډوډۍ هم نه لرو، خو په امن کې یو"

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

پاچا د کونړ ولایت د اسمارو ولسوالۍ اوسېدونکی دی. وايي مور او پلار یې ډېر کلونه مخکې پاکستان ته کډوال شوي وو. نوموړی په پاکستان کې زېږېدلی دی. اوس له خپلې مېرمنې او څلور ماشومانو سره بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.

پاچا وايي، "کله چې پاکستاني چارواکو راپسې را واخیسته، موږ د خپلو کورونو توکي په نیمه بیه وپلورل، هر څه مو ژر ژر وپلورل. داسې یو حالت و چې کله هم نه وم ورسره مخ شوی."

د پاچا په وینا، کله چې د تورخم په لور روان شو، یوازې شل زره کلدارې (شاوخوا پنځه زره افغان) ور سره وې، په داسې حال کې چې مېرمن یې هم ناروغه ده.

وايي د کرښې دېخوا هم حالت چندان ښه نه و، لومړۍ شپه یې په یوه خوړ کې تېره کړه.

"دېخوا د نیولو او ځورولو وېره نه وه، بلکې خپله خاوره ده، خو زرګونه کسانو شپه په خوړ کې د کاڼو پر سر تېره کړه. ډېره سخته وه. خو وروسته جلال اباد ښار ته راغلو او شپږ تنه په یوه وړه کوټه کې اوسېږو. د خوراک وچه ډوډۍ هم نه لرو او مرستو ته سخته اړتیا لرو."

د رپوټونو له مخې، په پاکستان کې په دا وروستیو کې ګڼ افغان کډوال زنداني شوي، ځورول شوي او په تازه راستنېدونکو کډوالو کې یې ځینو ویلي، شتمنۍ هم ترې ګرځول شوې دي.

خو د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انوارلحق کاکړ ویلي "د پاکستان حکومت او ولس په هر حالت کې افغانانو لاسنیوی کړی او له هغوی سره یې غمشریکې کړې ده."

افغانستان ته یو بل ستون شوی افغان کډوال نصرت الله محبت وايي، وړاندې تر دې یې په افغانستان کې د خبریال په توګه کار کاوه، خو د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته د سپین بولدک له لارې پېښور ته کډوال شوی و.

نوموړی وايي، په وروستیو کې مو هلته ژوند ډېر تریخ شوی و، "د بېرته راتګ پر مهال مو په لارې ډېرې سختې ولیدې، افغان مېرمنې وهل ټکول کېدې چې دا حالت به مې هېڅ کله هم له یاده ونه وځي."

د نصرت الله محبت په وینا "په تورخم کې په کډو بار ګڼې لارۍ ولاړې دي، په جلال اباد ښار کې کورونه نه پیدا کېږي، ځکه له کابله هم خلک راغلي دي. ژمی دی سړه هوا ده. دلته که د ۳۰۰۰ کور وي، نو په ۷ یا ۸ زره یې درته وايي، که د ۸۰۰۰ کور وي په لس پنځلس زره یې درته وايي."

په وروستیو کې د کډوالو د راستنولو پر سر د دواړو هېوادونو د چارواکو ناندرۍ هم راپورته شوې دي.

تېر ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزي له پاکستانه د افغان کډوالو شړل له نړیوالو اصولو مخالفه چاره وبلله او د پاکستان امنیتي ادارو ته یې خبرداری ورکړ چې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلن لاس واخلي.

ښاغلي ستانکزي پاکستاني امنیتي کسان تورن کړل چې له افغان کډوالو ټوله شتمني ګرځوي او په وینا یې، په دې سړه هوا کې یې تش لاس افغانستان ته استوي.

خو پاکستانی لوری وايي، "افغان کډوال یې شاوخوا څلور لسیزې "ساتلي دي" او ګواکې له نړیوالې ټولنې یې چې د کډوالو په نوم څه مرسته ترلاسه کړې هغه د ۴۰ کلونو په اوږدو کې د پاکستان لپاره هېڅ هم نه ده.

بېرته راستانه شوي افغان کډوال هم له یو ډول بې برخلیکۍ سره مخ دي او زیاتره یې وايي باید هر څه له صفر څخه پیل کړي چې دا به ډېره ورته ګرانه وي.