افغانستان ته ستنېدونکي کډوال؛ اسانتياوې ورته نه دي برابرې شوې

په ټول پاکستان کې د پولیسو له لورې چاپې پیل شوي چې د چارواکو په وینا بې اسنادو افغان کډوال ونیسي. د پاکستان د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر سرفراز بګټي وايي د دوی افسرانو هغه کورونه او جونګړې په نښه کړې دي چې افغانان پکې اوسېږي.

پاکستان د اکتوبر تر ۳۱ مې نېټې هغو ټولو بهرنیانو ته وخت ورکړی و چې د دوی په وینا بې اسنادو دي. اسلام اباد ویل له ټاکل شوې نېټې وروسته به بې اسنادو کسان نیسي او خپلو هېوادونو ته به یې باسي.

د دوی په وینا څه باندې یو میلیون داسې افغانان په پاکستان کې شته چې قانوني اسناد نه لري.

ګڼو پاکستاني سیاستوالو او د بشري حقونو فعالینو پرون د پاکستان سترې محکمې ته یو غوښتنلیک ولېږه چې د کډوالو دغه لېږنه وننګوي.

ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته لېږل کېږي له دغه ځایه رحمن الله د نن سترګو لیدلی حال راکوي.