تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه ناوې چې له طلاق وروسته په ډول او سندرو د پلار کور ته ستنه شوه
څو ورځې وړاندې د هند د جارکنډ ایالت مرکز رانچۍ اوسېدونکي پرېم ګپتا نوم، ناڅاپه د خبرونو سرټکی شو. لامل یې دا و چې پرېم ګپتا د خپلې لور د مینې لپاره په دودیزې ټولنې کې داسې څه وکړل چې بېلګه یې نشته.
کله چې د خښتو بټۍ چلونکي پرېم ګپتا یوازینۍ لور ساکشي، د طلاق پرېکړه وکړه، هغه نه یوازې د خپلې لور پرېکړه په خوښۍ ومنله، بلکې په ډول او سرنیو یې د خسر له کوره بېرته خپل کور ته راوسته.
ساکشي ګپتا څو میاشتې وړاندې په ډېرې مینې او شوق واده وکړ، خو د ځینو لاملونو له کبله یې دوام و نه کړ او ساکشي پرېکړه وکړه چې دا اړیکه پای ته ورسوي.
پرېم ګپتا نه یوازې د خپلې لور پرېکړې ته درناوی وکړ بلکې هېڅکله یې هغې ته دا احساس نه ورکاوه چې پرېکړې یې درد او غم ورکړي.
د ساکشي پلار د خپلې لور د پرېکړې هرکلی وکړ او هغه یې بېرته کور ته راوستله. د دغې بې سارې پېښې عکسونه او وېډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي او د نوموړي دغه پرېکړه په پراخه کچه ستایل شوې ده. دی وايي:
"چې ستونزه زما لور کې نه وي، نو ولې یې په درنښت بېرته راستنه نه کړم؟"
پرېم ګپتا، چې د رانچي د کشورګنج سیمې اوسېدونکی دی، څو ورځې وړاندې خپله لور د هغې د خسر له کوره راوړه.
پرېم ګپتا بي بي سي ته وویل، دا پرېکړه یې د ټولنې او شاوخوا خلکو په پام کې نیولو سره کړې ده:
"موږ د خپلې لور په واده ډېرې پیسې ولګولې، خو کله چې موږ د هغې له حالته خبر شو، نو پرېکړه مو وکړه چې زما لور غلطه نه ده، نو ولې یې په درنښت خپل کور ته نه راوړو، بله دا چې څوک هغې ته ګوته و نه نیسي او يا ووايي چې واده او اړيکې نه شي ساتلاى."
کله چې پرېم د خپلې پرېکړې په اړه غږېده، لور یې ساکشي ګپتا هم هلته وه.
ساکشي ګپتا له بي بي سي سره هغه شېبې شریکې کړې کله یې چې خپل پلار له ډول او سرني سره ولید.
هغه وايي پلار مې په هغه ورځ وویل لکشمي به بېرته کور ته راوړل شي. کالي مې ټولول چې د ډول غږ شو، فکر مې وکړ، چې د کور په لور د چا ورا را روانه ده، خو کله چې بهر راووتلم، ومې ليدل، چې دا زما پلار او زما کورنۍ وه. زه حیرانه وم.
ساکشي زیاتوي، مخکې له دې چې بهر لاړه شم، د خپل واده عکسونه مې کتل، په لیدو یې زما زړه ښه نه شو او د ډېر خواشینۍ احساس مې وکړ. ما له کور تر وتلو مخکې د واده عکسونه مات کړل. کله چې زه بهر راووتلم او پلار مې زما په اوږه لاس کېښود، ما د هغه پر مخ موسکا ولیده، نو پوه شوم چې هغه غمجن نه دی بلکې زما پر پرېکړه راضي و.
ساکشي وايي: "زما پلار نجونو ته درناوی لري، نه یوازې له هغې بلکې د کور له ټولو نجونو سره مینه لري."
هغه وايي هغه پرېکړه چې ددې پلار کړې، باید هر پلار یې د خپل اولاد لپاره وکړي:
'مور او پلار ماته د پخوا په شان عادي ژوند راکړ'
ساکشي وايي، د واده پر مهال مې پلار مې په ژړا رخصت کړم، خو اوس یې په خوښۍ سره بېرته راوستلم. د دې چارې په لیدلو سره مې د طلاق غم بار سپک شو.
ساکشي وايي، نن سبا چې کله کوم ځای ته ځم، ډېره ویاړم. زما مور او پلار ما ته د پخوا په څېر عادي ژوند راکړ. دا زما ګناه نه وه چې اړیکه مو کار نه کوي. زه نشم کولای تېر هېر کړم، خو یوه خبر ده چې غم او خواشیني مې خورا کم شوی دی.
ساکشي د خپلې راتلونکې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه غواړم له مالي پلوه پر ځان بسیا او ثابته شم."
نوموړې وايي: "د سینګار او ډيزایننګ له څانګې فارغه شوې یم، اوس یو ځل بیا خپلې زده کړې پیلوم، یو کوچنی ارمان لرم، چې خپل د ښکلا سالون خلاص کړم، له جامو سره ډېره مینه لرم."
هغه وايي: "ما په فېسبوک او انسټاګرام کې زما په څېر د ډېرو نجونو پیغامونه ترلاسه کړي دي، ما ډېرو نجونو ته لارښوونه کړې ده."
پرېم ګپتا وايي، زه غواړم دا ډول نجونو ته ووایم، خپلې ستونزې او خبرې له مور او پلار سره شریکې کړئ او مور او پلار هم باید د خپلو لوڼو ملاتړ وکړي.