د خوړو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي "د هر انسان لپاره د تازه اوبو سرچېنې ۲۰ سلنه کمې شوې"

د عکس سرچینه، OCHAA/FGHANISTAN
ملګري ملتونه وايي اوبه د خلکو، اقتصاد او طبیعت لپاره خوځنده ځواک او د خوړو بنسټ دی. خو د ټولو طبیعي سرچینو په څېر، تازه اوبه هم محدودې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی موږ په داسې حالت کې یوو، چې که پام ونه کړو دا قیمتي سرچینه د وچېدو له خطر سره مخامخ کېږي.
افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې د اوبو سرچینو له شتون سره سره خلک د څښاک او ورځني لګښت پاکو اوبو ته د لاسرسي له محدودېدو شکایت لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ځینو سیمو کې د ځمکو خړوبولو لپاره د ژورو څاه ګانو کېندل بند کړي دي. د افغانستان په ختیځ کې ځینو بزګرو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، چې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي یوازې هغو څاه ګانو د کېندلو اجازه ورکوي چې اوبه یې "یوازې د څښاک لپاره کارول کېږي."
د طالبانو حکومت ښايي دا پرېکړه د دې لپاره کړې وي چې تر ځمکې لاندې اوبه وچې نه شي. تېرو څو کلونو کې په کندهار، هلمند، روزګان او زابل کې په پراخه کچه تر ځمکې لاندې اوبه د کرنې په موخه وایستل شوې چې له امله یې اوس د څښاک لپاره هم کافي اوبه نه موندل کېږي.
ان په ځینو سیمو کې د څښاک اوبو نشتوالي له امله خلک کډوالۍ ته مجبوره شول.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د یوې څېړنې له مخې چی څو کاله وړاندې ترسره شوې، یوازې په کابل کی تر ځمکې لاندې اوبو کچه تر ۲۰ مترو ټيته شوې ده.
په کابل کې د څښاک اوبو کمی هغه اندېښنه ده چې له کابو یوې لسیزې راهیسې کارپوهان ورته د حل لارې چارې لټوي.
د اوبو پر سر لانجې

د عکس سرچینه، Getty Images
افریقايۍ هووا علي بېتا د اوبو کمښت له کبله له خپل هېواد کمېرون څخه چاد ته کډواله شوې. هغې له پي بي اس ټلویزیون سره د خپل کلي خواشینوونکې کیسه کړې او وايي د اوبو پر سر شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل شول او دواړو غاړو ان د یو بل څاروي له منځه یووړل.
د دې قیمتي سرچینې لپاره سیالي مخ په ډېرېدو ده او د اوبو کمښت د جګړو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
شمېرې ښيي چې په تېرو لسیزو کې د هر انسان د تازه اوبو سرچینې ۲۰ سلنه کمې شوي او د اوبو شتون او کیفیت د لسیزو ناسمې ګټې اخیستنې او مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو را اېستل، ککړتیا او د اقلیم بدلون له امله په چټکۍ سره خرابېږي. ځکه ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې موږ په داسې حالت کې یو چې که پام ونه کړو دا قیمتي سرچینه د وچېدو له خطر سره مخ ده.
پر ځمکه د ژوند لپاره اوبه اړینه ماده بلل کېږي. اوبه زموږ د بدن پنځوس سلنه جوړوي او د ځمکې شاوخوا ۷۱ سلنه پوښي. یوازې دوه اعشاریه پنځه سلنه اوبه د څښاک، کرنې او صنعتي کارونو لپاره مناسبې دي.
د نفوس چټکه وده، ښاري او اقتصادي پراختیا او اقلیمي بدلون په ځمکې کې د اوبو سرچینې تر زیاتیدونکي فشار لاندې نیسي.
د اوبو سم مدیریت

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د اوبو څانګې د تخنیکي برخې مشر سلاکار فریدرېکو پروپرزي وايي هڅه کوي په ټولې نړۍ کې خلک په دې پوه کړي چې د پایېدونکو پرمختیايي موخو ترلاسه کولو لپاره د اوبو ښه کارونه زده کړي او له ستونزو ځان خلاص کړي.
ملګري ملتونه وايي دا یې وخت دی چې په هوښیارۍ سره د اوبو اداره کول پیل کړئ.
دغه سازمان ټینګار کوي موږ اړ یو چې په لږو اوبو ډېر خوراکي او نور اړین کرنیز توکي تولید کړو، په داسې حال کې چې ډاډمن شو، اوبه په مساوي ډول وېشل شوي، زموږ د اوبو د خوړو سیسټمونه ساتل کیږي، او هېڅوک ور څخه نه بې برخې کېږي.
ملګرو ملتونو پر حکومتونو غږ کړی، باید د ساینس او شواهدو پر بنسټ تګلارې ډیزاین کړي چې د اوبو ښه اداره وکړای شي.
د ځینو افریقايي هېوادونو په ګډون یو شمېر سیمې نه د ځمکې پر سر او نه هم ځمکې لاندې د اوبو بډایه سرچینې لري. خو له ډې سره سره ملګري ملتونه د اوبو پر ښه مدیریت ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو لارښوونه دا ده چې موږ په انفرادي ډول اړ یو چې په ورځني ژوند کې اوبه په بې قدرۍ ونه کاروو او دا له یاده ونه باسو چې اوبه دي چې موږ ژوندي یو.









