د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ او په افغانستان کې ''د بشري ناورین مخنیوي'' هڅې

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د بېوزلۍ د ختمولو نړیواله ورځ نن پر داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې روان اقتصادي کړکېچ ورځ تر بلې ژورېدونکی او د خلکو کړاو سره ورسره سختېدونکی دی.

''راځئ په ګډه پرمختګ وکړو، بېوزلۍ ته پای ټکی کېږدو، او ټولو خلکو او ځمکې ته درناوی وکړو '' د دې ورځې لپاره سږنۍ نړیواله ناره ټاکل شوې ده.

ملګرو ملتو اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې اتلس میلیونه خلک لومړنیو توکیو ته لاسرسی نه لري او یو میلیون کوچنیان پکې د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د نړیوال بانک لخوا د سږکال په اوړي کې د خپاره شوي نوملړ له مخې، افغانستان وار له مخه د نړۍ شپږم ډېر بېوزلی هېواد بلل شوی دی.

داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له رسېدو نژدې دوې میاشتې پوره کېږي، افغانستان د اقتصادي بحران او نغدو پیسو د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی.

د بشري ناورین مخنیوي هڅې

د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي تېره اونۍ یې د افغانستان په هکله د جي - ۲۰ غونډې مشري وکړه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي تېره اونۍ یې د افغانستان په هکله د جي - ۲۰ غونډې مشري وکړه

یو شمېر نړیوال مشران غواړي چې له افغانستان سره مالي مرستې د طالبانو له لوري د بشري حقونو له مراعتولو سره غوټه کړي، خو د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي چې تېره اونۍ یې د افغانستان په هکله د جي - ۲۰ غونډې مشري وکړه وویل، هدف یوازې د 'بشري ناورین ' مخنیوی کول دي.

د جي - ۲۰ په دغه غونډه کې په ټولیز ډول د یوه میلیارد ډالرو د مرستې خبره شوې، یوازې اروپايي ټولنه به ۳۰۰ میلیونه یورو ، د بې ځایه شویو خلکو په سرپنا، بشري حقونوپه ساتنه او د واکسینو پر بهیر لګوي.

۲۵۰ میلیونه یورو به په بېړنۍ توګه لګول کېږي.

دغه ټولنې د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې د مرستو رسولو چاره کې دې په رېښتينولې لاس واړوي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له اقتصادي سقوطه د افغانستان ژغورنې لپاره له دې هېواد سره د نغدو پیسو مرستې زیاتې کړي.

نوموړی وايي، باید داسې لارې چارې ولټول شي چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې دننه دغه نغدي مرستې د افغانستان اقتصاد ته ورسېږي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دې مخکې خبرداری ورکړی چې افغانان باید د طالبانو له کبله د نړیوالې ټولنې لخوا په ډله ییزه توګه مجازات نه شي.

نوموړي ویلي، اوسنی بحراني وضعیت لږ تر لږه پر ۱۸ میلیونو انسانانو اغېز کړی دی.

ښاغلی ګوتېرش وايي، دا موضوع باید په رسمیت د طالبانو پېژندلو او یا هم طالبانو ته د افغانستان کنګل شویو مالي زېرمو سپارلو له موضوع سره یو ځای نه شي.