پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څه باندې ۳ نیم میلیونو ته رسېدلی

په پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو این اېچ سي ار وايي، په دغه هېواد کې د ټولو افغان کډوالو شمېر درې میلیونه او ۷۰۰ زرو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې ویاند قیصر خان اپریدي بي بي سي ته وویل، د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، نژدې ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.

خو داشمېر ښايي له دې هم لوړ وي، ځکه پاکستان ته تازه تللي ګڼ شمېر افغان کډوال ثبت شوي نه دي.

ښاغلی اپریدی وايي، په دغو کډوالو کې نژدې یوه اعشاریه ۳ میلیونو ته یې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې د کډوالۍ رسمي کارتونه وېشل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال مخکې په پاکستان کې تر ۵۰۰ زرو داسې افغان کډوال وو چې د پاکستاني چارواکو په وینا قانوني اسناد یې نه درلودل، خو د نویو کډوالو په ورتګ سره دا شمېر نور هم لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې نژدې ۹۰۰ زره نورو افغان کډوالو ته د ای سي سي په نامه نوي کارتونه ووېشل.

د دې شمېر افغانانو لپاره د کډوالۍ ورکړل شويو کارتونو وخت پای ته رسېدلی، خو ملګري ملتونه وايي، له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې د اوسېدو موده یې وغځوي.

د ملګرو ملتونو له شمېرو مالومېږي چې په پاکستان د افغان کډوالو شمېر پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ډېر شوی دی.

په پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، تېرو دوو کلونو کې نژدې ۱۶۰۰۰ افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه شمېر لوړ یادوي.

د افغان کډوالو نژدې نیمايي یې په پښتونخوا کې اوسېږي. ملګري ملتونه او نور هېوادونه د افغان کډوالو لپاره هر کال له پاکستان سره میلیونونه ډالره مرسته کوي.

یوازې په ۲۰۲۲ کال کې امریکا د افغان کډوالو لپاره له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته کړې. اروپايي ټولنې په روان ۲۰۲۳ کال کې پاکستان ته د افغان کډوالو لپاره نژدې ۱۸ میلیونه ډالره مرسته ورکړې وه.

تېره اوونۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو ځینو استازو بي بي سي ته ویلي وو، چې پاکستان پولیسو زرګونه افغان کډوال نيولي دي.

دا نېونې وروسته له هغه ډېرې شوې چې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي و، هغه افغانان به ونیسي چې پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته اوسېږي.

خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې سملاسي د افغانانو د نیولو بهیر ودروي.