ملګري ملتونه: له ایران او پاکستان تر ۷۰۰ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي‌

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې نږدې ۷۲۸ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

یو این ایف پي اې پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له جنورۍ تر تېرې اکتوبر میاشتې له ایران تر ۶۶۱ زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ګرځېدلي دي. خو روښانه نه ده چې دغه کسان په خپله خوښه ستانه شوي او که په زور ګرځول شوي دي.

همدا راز یې په دغو نهو میاشتو کې له پاکستان افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر ۶۶ زره ۳ سوه ښودلی دی.

دغه نړیوال بنسټ همدا راز ویلي چې پر ډيورنډ کرښه او ایران سره پر پوله په کمپونو کې بېرته ستنېدونکو افغان کورنیو سره د روان درملنې تر څنګ په یو لړ نورو روغتیايي برخو کې مرسته کوي.‌

د یادولو ده چې په ایران کې د افغان کډوالو د سونزو په تړاو تېره یکشنبه (لېندۍ ۲۰مه) د افغانستان، ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو څلور اړخیزه ناسته وشوه او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تمه ښودلې وه چې په دې ناسته کې به افغانستان ته د کډوالو د بېرته ور ستنولو په برخه کې پر یوې "ګډې اغېزناکې تګلارې" هوکړه وشي.

اوس د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د کډوالو نړیوالې ادارې او کوربه هېوادونو سره تر ناستو وروسته یې د افغان کډوالو ستونزو حلولو، په خپله خوښه افغانستان ته د هغوی ته ستنېدو، بېرته په ټولنه کې د ورګډېدو او کار موندنې په برخه کې کار کړی او نظم یې رامنځ ته کړی دی.

ایران او پاکستان او افغان کډوالو سره "ناوړه چلن"

ایران او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم ویل کېږي شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال پکې مېشت دي.

د دغو دواړو هېوادونو په اړه یو نظر دا دی چې له افغان کډوالو د سیاسي فشار په توګه کار اخلي او که افغانستان کې حاکم نظام سره یې اړیکې ښې نه وي نو پر کډوال کړۍ تنګوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق داسې مهال افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو خبره کوي چې په دې وروستیو کې په یادو دواړو هېوادونو، په تېره بیا پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلن او د هغوی د بې ځایه ځورونې رپوټونه ورکړل شوي.

هلته مېشت افغان کډوال شکایت کوي چې کوربه هېوادونه ناوړه چلند ورسره کوي، په بېلا بېلو پلمو یې وهي ټکوي، زنداني کوي یې او په زور یې افغانستان ته شړي.

ایران هم په دې برخه کې مستثنا نه دی. هلته هم په ځلونو له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند رپوټونه ورکړل شوي.

ایران ته تر ډېره افغانان په مزودورۍ پسې ځي او هلته درانه کارونه هم ډېر دوی کوي او پر نشو روږدي کېږي.

پر قاچاقي لارو بهر تلونکي افغان ځوانان همدا راز ایران یو شمېر اروپايي هېوادونو ته د اوښتو لپاره هم نږدې او ارزانه لار بولي،‌ ځکه هلته مېشتېږي خو د ډېرو یې دغه ارمان په ځنګلونو او دښتو کې خاورې شوی او یا د سمندر د کبانو خوراک شوی دی.