تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: تذکره لرونکي افغانان تر ۴ ورځو په تورخم افغانستان ته اوښتلی شي
پاکستان اعلان کړی چې سر له نن ( دوشنبه) هغه افغانان چې په پاکستان کې دي، کولای شي یوازې د تذکرو په لرلو افغانستان ته ستانه شي.
دغه خبره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې.
نوموړی وايي: "هغه کسان چې غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي، د اپریل تر ۲۹ نېټې له تورخم لارې افغانستان ته اوښتی شي."
د ښاغلي صادق په وینا له دې وړاندې "یوازې ناروغانو ته اجازه ورکول کېده چې له ویزې پرته" افغانستان ته ولاړ شي.
بي بي سي پښتو پاڼې ته داسې وېډیوګانې رسېدلي چې ګڼ شمېر افغانان پکې له دغه اعلان وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته اوړي.
سلګونه افغان کډوال چې ماشومان، مېرمنې او ناروغان هم پکې وو، د کرښې بلې غاړې ته د تورخم په ښارګوټي او لنډي کوتل سیمه کې بند پاتې وو او افغانستان ته د تللو په تمه وو.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم پر کرښه ګڼ شمېرو بندو افغانانو کډوالو تېره اوونۍ لاریون کړی و او له پاکستاني چارواکو یې غوښتنه دا وه چې بېرته خپل وطن ته د تلو اجازه ورکړل شي.
د کمکي اختر په رانژدې کېدو ګڼ افغانان چې پاکستان ته د مزدورۍ او کاروبار لپاره تللي دي، افغانستان ته ستنېدو په انتظار وو.
له دې وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې له پاسپورت او ویزې پرته افغان پاکستان ته تګ راتګ اجازه نشته.
خو پخوا هم ځینې وخت افغان کډوال په تذکرو د تورخم له لارې افغانستان ته تللی شوای.
د تېر کال له اګست راهیسې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شوي، د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ زرګونه افغانان پاکستان ته ولاړل.
د سپین بولدک او چمن له لارې هم افغانانو ته په تذکرو د تګ راتګ اجازه ورکول کېده خو ځینې وخت د تلو راتلو پرمهال له ستونزو شکایتونو کېدل. دغه لاره هم د طالبانو له واکمنۍ راهیسې څو ځله بنده شوې وه چې آن د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ پکې نښتې هم وشوې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تېر کال ویلي و، یو عشاریه څلور میلیونه افغان کډوال پاکستان کې په قانوني ډول مېشت دي او نژدې همدومره نور د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.