تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا کېدلی شي چې په خوب کې مو خوله خلاصه وي او غڼه مو تېره شي؟
"يوه زړه ښځه وه غڼه/ تارکشه یې تېره شوه، غڼه هم لټ په لټ واوښته او زړه یې ورته وتخڼاوه. "
دا د ماشومانو یوه زړه انګرېزي ترانه ده، د همدې ترانې له مخې یادې مېرمنې د دې لپاره ژوندۍ غڼه تېره کړې وه، چې له غڼې مخکې تېر کړی مچ وخوري.
یاده ترانه وايي، زړې ښځې د همدې غڼې ختمولو لپاره بیا نور حشرات یې هم ژوندي تېر کړي وو.
خو راځئ، چې اصلي موضوع ته را وګرځو او په غڼې وغږېږو.
داسې به یې وګڼو، چې تاسو له ښې ورځې غڼه نه ده تېره کړې بلکې له بدې ورځې یا په تصادفي ډول مو غڼه تېره کړې ده خو ایا دا شونې ده؟
د هارټفورډشایر سیمې اوسېدونکی او د پوستي دفتر کارمند کریس کاؤسلي په دې وروستیو کې همداسې یو څه کړي دي.
نوموړی تېره میاشت کله چې له خوبه را پاڅېده يو څو ساعته وروسته بې هوښه شوو او په بېړه یې روغتون ته ورساوه. هغه تنفس نشو کولی.
ده ته په امبولانس کې روغتیايي کارکوونکو وویل، چې وړه ژبه (له ګامه را ځوړنده د غوښې وړه ټوټه) یې غڼې چیچلې ده.
د هغه ستونی پړسېدلی و او په تنفس کی یی ستونزه لرله.
ښاغلی کاؤسلي وايي، داسې ګومان یې کاوه چې مړ کېږي.
په روغتون کې ښاغلي کاؤسلي ته وویل شول، چې دوی نشي کولای د تنفسي ستونزې کره لامل تشخیص کړي، خو یوه متخصص ښاغلي کاؤسلي ته وویل، چې ښايي د غڼې د چیچلو فرضیه ډېره هم بابیزه (بې ځايه) خبره نه وي.
د اتو پښو مخلوقاتو سره په دفاع کې
بریتانیا کې د غڼو پېژندلو ټولنه وايي، غڼې د طبیعي آفاتونو په کنټرول کې دویم مقام لري.
د دوی په وېبپاڼه کې راغلي، "غڼې ښکار کوونکي دي دوی په اصل کې حشرات ښکار کوي، هغه حشرات چې زموږ د اړتیا محصولات خوري."
د شته راپورونو له مخې نړۍ کې ۴۵ زره ډوله غڼې شته، چې هر متر مربع ته ۱۰۰۰ غڼي رسېږي. د دې حساب له مخې غڼې په نړۍ کې ډېر نفوس لروونکي ښکاري ژوي دي.
د یاد ټولنې د متخصصینو د حساب له مخې، د نړۍ غڼې (چې ټول نفوس یې شاوخوا ۲۵ میلیون ټنه وزن لري) هر کال له ۴۰۰ څخه تر ۸۰۰ میلیون ټنو پورې ښکار کوي.
یاد متخصصین ډېر ډاډه نه دي چې ښاغلي کاؤسلي دې د غڼې له کبله ستونزې سره مخامخ شوی وي.
د کېمبرج پوهنتون د حیوان پېژندنې پوهنځي استاد ډاکټر مت ویلکینسون وايي، "دا یوه عامه افسانه ده، چې هر څوک په کال کې لږ تر لږه اته غڼې خوري."
"دا یوازې یوه افسانه ده، خو ډېری خلک په دې باور دي چې دا ریښتیا دي."
ډاکټر مت ویلکینسون وايي، د دې افسانې اصلي سرچینه لا معلومه نه ده، چې له کومه راغلې ده خو دا دومره خوره شوې چې په یو عمومي باور بدله شوې.
هغه وايي: "دا واقعا د حیرانتیا خبره ده، چا چې د ښاغلي کاؤسلي درملنه کوله هغوی څنګه دا ډول فرضیه وړاندې کړې ده."
ډاکټر مت ویلکینسون او نور په دې پوره شک لري چې د ښاغلي کاؤسلي ته دې تنفسي ستونزه د غڼې له چیچلو پیدا شوې وي.
نوموړی وايي، بریتانیا کې د غڼو هغه ډولونه چې انسان چیچي ډېر کم دي. هغه غڼې چې چیچل کوي او دلته شته، هغه غڼې دي او کله چې ستاسو ستوني ته دننه کېږي تاسې له خوبه را ويښوي.
دی وايي، "دا یوه داسې غڼې نه ده چې وکولی شي په اسانۍ سره دننه شي او ستاسو ستوني ته پداسې حال کې ښکته شي چې هوا دننه او بهر کېږي."
متخصصین وايي، ډېری خلک هغه مهال لا راوېښیږي چې غڼې یې په مخ ګرځي.
ډاکټر ویلکینسون وايي: "مخکې له دې چې غڼې تاسې وچیچي تاسو په ځان پوهېږئ."
نوموړی خبر و چې ښاغلي کاؤسلي ته متخصصینو ویلي چې غڼه یې د تنفسي ستونزې لامل شوې ده خو دی وايي، د دې خبرې لپاره باید ډېر شواهد ولرو.
نوموړی وايي، "ما ته ثبوت راکړی؟ د غڼې پاتې شونې خوله کې شته؟ د چیچلو نښه؟ اصلا تصور یې نه شم کړی چې غڼی دې داسې کوم کار وکړی شي. "
د یادې ټولنې منشي ډاکټر جیف په دې باور دی چې "په یوه کال کې د اتو غڼو تېرولو کیسه له افسانې پرته بل څه نه دي."
هغه وايي: "کله چې یو څوک ویده وي. ګرمه هوا بهر کوي او تازه هوا تنفس کوي په داسې یو ځای دې غڼې ولې وردننه شي."
د بریتانیا د ملي روغتیا ادارې ویب پاڼه وايي، که څه هم په دغه هېواد کې د غڼو چیچل ډېر عام نه دي خو که څوک وچیچي سر پرې ګرځي او خولې کېږي.
که راشو د ښاغلي کاؤسلي موضوع ته لومړۍ خبره خو دا ده چې یادې فرضیې د اوږد مهال لپاره هغه اغېزمن نه کړ.
له غڼو کومه وېره هم نه وه ورپیدا شوې.
په هرحال، یوازنی لومړنی کار چې ښاغلي کاؤسلي وکړ هغه دا وه چې کله له روغتون څخه رخصت شو نو د حشاراتو ضد درمل یې واخیستل ترڅو بیا له دا ډول حالت سره مخامخ نه شي.