که حشرې ورکې شي څه به پېښ شي؟

هغه حشرات چې تاسې چیچي یا مو په خوړو کې غورځي یا مو ځوروي، ښه دا ده مخکې له دې چې مچ وهونکی را واخلئ او پر سر یې ووهئ؛ فکر وکړئ، ځکه حشرات ټوله نړۍ کې ډېر په چټکۍ په کمېدو دي.

حشرات د خوړو په تولید او خوندیتابه کې مهم رول لري.

د لندن د طبیعي تاریخي موزیم مشرې ډاکټر اریکا مک الیسټر بي بي سي ته وویل: "که په ټوله نړۍ کې حشرې له منځه یوسو، موږ به هم له منځه لاړ شو."

"موږ له منځه ځو"

حشرات د ژوندیو ژویو جوړښتونه له منځه وړي چې له امله یې ډېر په چټکۍ ماتېږي. دا کار د خاورې د بیا غني کېدو لامل کېږي.

ډاکټر مک الیسټر وايي: "فکر وکړئ که حشرې نه وای چې موږ یې له خځلو خلاص کړي وای، ... وضعیت به ډېر ترینګلی وو او ژوند به مو د څارویو د پاتې شونو جسدونو په منځ کې وو."

حشرې د مرغیو او تي لرونکو څارویو خواړه هم دي.

د سیډني د پوهنتون ډاکټر فرانسېسکو سانچز-بایو وايي: "شاوخوا ۶۰ سلنه د ملاتېر لرونکي ژوي د ژوندي پاتې کېدو لپاره حشراتو ته اړ دي، مرغۍ، چنګښې او د کبانو ډېری ډولونه له حشراتو پرته له منځه ځي."

نوموړي بي بي سي ته وویل: "د خوړو څرخ په پراخه کچه تر ځمکې، اوبو او خاورې لاندې د میلیونونو حشراتو پر فعالیت تړلی دی."

وړیا چوپړونه

حشرات سربېره پردې چې نورو لپاره د خوراکي توکو یوه ارزښتناکه سرچینه ده او په خپل فعالیت سره د 'ځمکې کوره' ژغوري، یو بل مهم چوپړ هم وړاندې کوي: ګرده شیندونکي، هغه چې د خوړو په تولید کې یې مهم رول دی.

د یوې څېړنې د اټکل له مخې د حشرو له وړیا چوپړونو څخه انسانان شاوخوا ۳۵۰ میلیارده ډالره ګټه اخلي.

ډاکټر سانچز-بایو وايي: "حشرې د ګل لرونکو نباتاتو د ګرد شیندنې په ګډون په کښتونو کې هم ۷۵ سلنه رول لري."

ډاکټر مک الیسټر وايي: "د چاکلیټ تولید لپاره ۱۷ ګرده شیندونکو ته اړتیا لرئ، چې له ډلې یې ۱۵ ډېر واړه دي او هرڅوک ترې نفرت کوي، یوله دوی څخه ډېر کوچنی میږی دی، مګر موږ د دوی په اړه ډېر نه پوهیږو."

موږ یوازې پوهېږو چې په ډېری هېوادونو کې، د ګرده شیندونکو ډېری ډولونه، لکه د ځنګلي ګبیني مچۍ مخ په کمېدو دي.

د کوکۍ (شوپرک) ځینې ډولونه، چې د ځینې ګلونو څخه ګرده ټولوي دا هم په کمېدو دي.

په داسې حال کې چې په پرلپسې ډول حشرې وژنو، ایا موږ دا ستونزه له پامه نه ده غورځولې؟ خو ممکن داسې وخت ورته متوجه شو چې اوبه له ورخه تېرې وي.