روسیې له ۴۷ کلونو وروسته سپوږمۍ ته توغندی ور وتوغاوه

د عکس سرچینه، Roscosmos
روسیې له نږدې نیمې پېړۍ وروسته د سپوږمۍ ځمکې (سطحه) ته توغندی وروتوغاوه.
روسیه هڅه کوي له نورو هېوادونو مخکې د سپوږمۍ سویل قطب ته ځان ورسوي او غواړي لومړنی هغه هېواد شي، چې د سپوږمۍ نا څېړل شوې برخه کې کار پيل کړي.
د روسیې لونا- ۲۵ توغندی له پلان سره سم د دې هېواد په ختیځ کې له ووستوچني فضايي اډې څخه وتوغول شو.
داسې انګېرل کېږي، چې د سپوږمۍ په سویلي قطب کې د اوبو زیرمې شتون لري.
د روسیې یاد فضایي توغندی به د هند له چندریان - ۳ سره سیالي وکړي.
هند هم تېره میاشت د سپوږمۍ پر لور خپل توغندی چندریان - ۳ وتوغاوه، چې دمګړۍ د سپوږمۍ شاوخوا ګرځي.
د هند یاد توغندی به د روانې اګست میاشتې په ۲۱مه د سپوږمۍ پر ځمکه کښېني.
هندي چارواکو د دې اوونۍ په پیل کې ویلي و، چې چندریان - ۳ به د اګست میاشتې په ۲۳ مه د سپوږمۍ پرځمکه کښته شي.









