له ۷۰ کلونو وروسته سپوږمې بیا ځمکې ته ډېره رانژدې شوې

تېره شپه چې د نومبر دیارلسمه وه، په څو هېوادونو کې سپوږمۍ له معمولې کچې ډېره لویه او زیاته روښانه وه. د سپوږمۍ دغه حالت ته چې ځمکې ته رانژدې کېږي د سوپر مون یا سترې سپوږمۍ نوم ورکړل شوی. نژدې ۷۰ کاله وړاندې سپوږمۍ همدومره رانژدې شوې وه.

طبیعت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سپوږمۍ خپل ښایست او د ځمکې پر طبیعت یې د رڼا خپرولو ښکلا، دغې سیارې ته هنر او شاعرۍ کې ځانګړی ځای ورکړی.
سپوږمۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سپوږمۍ له بامه راښکاره شوه ...
سلفي عکس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوس چې له ډېرو خلکو سره ځیرک ټیلفونونه شته، ځان د داسې تاریخي شېبو یوه برخه ګرځوي.
سپوږمۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ترکیې استانبول ښار کې، د ورېځو تر شا د سپوږمۍ پټ پټوني او پر برج د سرې رڼا انعکاس، نه هېروونکی انځور جوړ کړی ؤ.
سپوږمۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، واشنګټن ډي سي کې ستره سپوږمۍ
سېډني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ستره سپوږمۍ د استرالیا پلازمېنه سېډني کې د آپېرا ودانۍ پر بام
سپوږمۍ

د عکس سرچینه، GREG BAKER

د عکس تشریح، سپوږمۍ بشپړې تیارې ته موقع ورنه کړه چې خپل څادر وغوړوي
سپوږمۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سترې سپوږمۍ لا نژدې لیدو لپاره خلکو ټېلېسکوب کاروه.
سپوږمۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سپوږمۍ په لویوالي او عظمت کې، مسافر وړونکې الوتکه ډېره کوچنۍ ښکارېدله