تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونیسف: په هرو پنځو افغان ماشومانو کې یو یې کار کوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق یونيسف وايي، په افغانستان کې په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې په کار بوخت دی.د دغه بنسټ د مالوماتو له مخې، "ناخوندي کډوالي، له کورنۍ بېلوالی، په ناچاودو توکو کې ژوبلېدل او له ښوونځي ووتل" هغه ځینې لاملونه دي چې افغان ماشومانو یې کار ته اړ کړي دي.
نن د جون ۱۲مه، د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه دغه ورځ "ټولنیز عدالت د ټولو لپاره؛ د ماشومانو کار پای ته ورسوئ" له شعار سره لمانځي.
دغه سازمان ویلي، په تېرو څو کلونو کې د کورونا وبا، جګړو او کړکېچونو له امله د کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالي راغلی دی.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ګڼ شمېر ماشومانو په کې لا هم سخت کارونه کوي.
د کابل اوسېدونکی صفت الله وايي، بې وزلي اړ کړی چې ښوونځي پرېږدي او د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره هره ورځ په ښار کې د خلکو موټر ووینځي.
نوموړی وايي، ښوونځي پسې یې خپه دی، خو بله چاره یې نه وه.
"پنځم صنف پورې مې مکتب وویلې، ۱۳ کلن شوم، په کور کې بل څوک د کار نه و، مکتب مې پرېښود او اوس موټرونه وینځم. "
د رپوټونو له مخې، په افغانستان کې د صفت الله په څېر یو میلیون نور ماشومان هم د بېلابېلو لاملونو له مخې، په کار روزګار بوخت دي، له ډلې یې یو شمېر یې داسې درانه کارونه وي چې سلامتیا او وده یې ګواښلی شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت که څه هم کره شمېر نه لري، خو ادعا کوي په دغه هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر یو میلیون ته نه رسېږي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، د کارګرو ماشومانو لپاره د زدکړو زمینې برابرولو هڅه کوي.
خو په افغانستان چې کورنۍ له کمسارې بې وزلۍ او د روزګار له نشتوالي سره مخ دي، د ماشومانو کار د ځینو لپاره د ډوډۍ موندلو یوازینۍ سرچینه ده.
پاکستان کې کارګر ماشومان
په پاکستان کې د هغو ماشومانو په اړه چې کارونه کوي، تازه سروې نه ده شوې، خو د پخوانیو شمېرو له مخې په دغه هېواد کې څه باندې درې میلیونه کارګر ماشومان شته.
پاکستان کې چارواکي وايي، د بې وزلۍ ترڅنګ د وګړو ډېر والی یې یو له مهمو لاملونو بلل کېږي.
د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ماشومانو د شاقه یا سختو کارونو د مخنیوي لپاره قوانين جوړ کړي خو بيا هم ورځ تر بلې د هغو ماشومان شمېر په ډېرېدو دی چې کارونو ته مخه کوي.
ملګري ملتونه وايي، په تېرو څو کلونو کې د کورونا وبا، جګړو او کړکېچونو له امله د کارګرو ماشومانو په شمېر لا نور زیات کړی چې دمګړۍ د نړۍ له هرو لسو ماشومانو یو یې کار کوي.
دغه سازمان ویلي، د ماشومانو د کار د مخنیوي له دوه لسیزو هڅو سره سره، دمګړۍ په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان کار کوي چې د ۷۲ میلیونه کارګرو ماشومانو په لرلو سره د افریقا لویه وچه د ماشومانو د کار اړخه لومړی مقام لري.
د دغه سازمان د مالوماتو له مخې، د اسیا لویه وچه بیا د ۶۲ میلیون کارګرو ماشومانو په لرلو سره په دویم ځای کې ده.
په هغو هېوادونو کې چې د ورځني عاید کچه کمه ده، د کارګرو ماشومانو شمېر په کې تر بل ځایه زیات دی.