تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپینه ماڼۍ: د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ
د امریکا متحده ایالاتو کې د تکنالوژيد لویو شرکتونو مشران پرون ( ۰۴/۰۵/۲۰۲۳) سپینې ماڼۍ ته وربلل شوي وو.
له یادو شرکتونو غوښتنه شوې چې د مصنوعي ذکاوت (AI-Artificial Intelligence) له ګواښونو خلک وژغوري.
د ګوګل سانډرا پچای، د مایکروسافټ ستیا نادیلا او د اوپن ای آی ( OpenAI ) سام الټمن ته وویل شول، چې د ټولنې خوندیتوب د دوی اخلاقي دنده ده.
سپینې ماڼۍ وايي، دا اړینه ده چې په دې سکتور لا زیات څار وشي.
د مصنوعي ذکاوت توکي لکه چت جی پی تي "ChatGPT" او باردBard" " چې پدې وروستیو کې د لاسرسي وړ ګرځېدلي د عامو خلکو ډېر پام یې ځان ته اړولی دی.
دا توکي کولی شي په ثانیو کې له ډېرو سرچینو معلومات را ټول کړي او په لنډه بڼه د یوې ښې لیکنې په ډول یې وړاندې کړي.
ان شعر لیکي او داسې ښکاري چې انسان لیکلی وي.
دې محصولاتو په ټولنه کې د "مصنوعي ذکاوت" په اړه یو نوی بحث رامنځته کړی.
په سپینه ماڼۍ کې ورټول شويو د تکنالوژي مسؤلینو ته دا هم ویل شوي چې شرکتونه باید د خپلو محصولاتو خوندیتوب ډاډمن کړي.
همدارنګه دوی ته خبرداری ورکړل شوی چې حکومت به د مصنوعي ذکاوت په اړه نوي مقررات جوړ کړي.
د اوپن ای آی ( OpenAI ) اجرائیوي مشر سام الټمن اجرایوي رییس سام الټمن خبریالانو ته وویل، چې د شرکتونو مسولینو د مقرراتو اړوند د هغه څه په اړه چې باید ترسره شي سره یو غږ دي.
د ولسمشر مرستیالې کاملا حارث له غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل، چې نوې ټیکنالوژي کولی شي خوندیتوب، محرمیت او مدني حقونو ته ګواښ پېښ کړي، که هر څو دا پرمختګ ژوند کې اسانتیا رامنځ ته کوي.
اغلې حارث وویل: "خصوصي سکتور "اخلاقي او قانوني مسؤلیت لري چې د خپلو محصولاتو خوندیتوب تضمین کړي."
سپینې ماڼۍ د مصنوعي ذکاوت د اوو نويو څېړنیزو انستیتونو جوړولو لپاره ۱۴۰ ملیون ډالره ځانګړې کړي دي.
له دې مخکې رپوټونو کې راغلي و، ۷۵ کلن جیوفري هېنټون چې د مصنوعي ذکاوت (AI) د پلار په نوم هم یادېږي نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د استولې لیکنې له لارې له ګوګل شرکته د استعفاء اعلان کړی دی.
نوموړي بي بي سي ته ویلي و، چې د مصنوعي ذکاوت د مکالمې باټونو (چټ باټ) ځینې خطرونه "خورا وېرونکي" دي.
نوموړي زیاته کړې وه، چې " ۷۵ کلن یم، نور نو د تقاعد وخت دی."
د 'ژورو زدکړو' او 'عصبي شبکو' په اړه د ډاکتر هینټون څېړنو د چټ جيپيټي په څېر د مصنوعي ذکاوت د اوسنیو سیستمونو رامنځته کېدو ته لار هواره کړې ده.
په مصنوعي ذکاوت یا ځیرکتیا کې عصبي شبکې داسې دي لکه د انسانانو ماغزه چې څرنګه مالومات پروسس کوي.
مصنوعي ذکاوت دا وړتیا لري چې د انسانانو په څېر له تجاربو زدکړه وکړي.
همدې ته 'ډیپ لېرننګ' یا ژوره زدکړه وايي.
ډاکتر جیوفري هینټون بریتانوی-کاناډايي سایکالوجیست او کمپیوټر ساینس پوه دی.