د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، د اعدام او سنګسار لسګونو پرېکړو عملي کولو لپاره 'د رهبري تصویب ته انتظار کېږي'

عبدالمالک حقاني

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت ستره محکمه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، په ټول افغانستان کې د طالبانو حکومت محاکمو تر اوسه د قصاص ۱۷۵، د سنګسار ۳۷ او دغه راز تر دېوال د لاندې کولو ۴ پرېکړې کړې دي.

د سترې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني وايي، د طالبانو رهبري شورا او کابینې له تصویب وروسته به دا احکام ''په نوبتي ډول '' عملي شي.

د سترې محکمې له لورې په یوه ویډیويي کلیپ کې د دې محکمې مرستیال وايي، ''که د حدودو او قصاص پرېکړې له شرعي اصولو سره سمې صادرې شي، د اسلامي امارت او مشرتابه یې د اجرا او تطبیق په برخه کې هېڅ ممانعت نه لري. ''

ښاغلی حقاني په دې څلور دقیقه ییز ویډیويي کلیپ کې وايي، امارت اسلامي ټولو محاکمو ته ویلي، چې د قصاص او شرعي حدودو پرېکړې باید له اسلامي شریعت سره سمې او له غور او دقت وروسته وشي او بیا باید د رهبري ته وړاندې شي.

ښاغلی حقاني د پرېکړو په هکله وايي:

له هغه راهیسې چې اسلامي امارت د محاکمو تشکیل بشپړ کړی دی، په ټول هېواد کې د قصاص نژدې ۱۷۵، د دیت ۷۹، د رجم او سنګسار ۳۷ او پر څلورو کسانو د دېوال ړنګولو یا تر دېوال د لاندې کولو، پر ۱۰۳ کسانو د شرعي حدود د تطبیق او د ۱۵۶۲ کسانو په هکله تعزیري حکمونه کړي ، چې ځینې یې تطبیق شوي او یو شمېر نور بیا د تطبیق په حال کې دي. ''

د طالبانو مشر ملا هبت الله تېر کال په افغانستان کې قاضیانو ته وویل، چې د سختو جرائمو په هکله د ''حد او قصاص '' حکمونه وکړي.

له هغه وروسته د افغانستان بېلابېلو برخو کې لسګونه کسان د طالبانو محکمو د پرېکړو له مخې په درو ووهل شول. طالبانو دغه راز د تېر کال په دسمبر کې د فراه ولایت یو اوسېدونکی د محکمې له پرېکړې وروسته د وژنې جرم له کبله په عام محضر کې په ''قصاص '' محکوم کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش له هغه وروسته ژوره اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د اعدام سزا ځنډولو غوښتنه کړې وه.

په ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزا پای ته ورسوي. یوناما ویلي په هر ډول شرایطو کې له اعدام سره مخالفت کوي.