تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لوبې پر مهال د راشد خان ښکلې ننداره
افغان ورو توپ اچونکی د لوبو پر مهال ډېر کله نرم خویه، مسک، خوښ او خوشحاله وي. راشد خان د خپلو مهارتونو ښودلو لپاره د چټکو توپ اچونکو په څیر چیغې او نارې نه وهي، بلکې د هغه لپاره یوازې د ګوتو جادو بس دی.
د پاکستان کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې راشد خان د ډېرو مینه والو زړونه لاس ته راوړل. د لوبو پر مهال یې که مقابل لوبغاړي سوځول یا یې ډېرې منډې ورکولې، خو بیا یې هم چلند له مینې ډک وو.
لوبډلې يې پر راشد خان پوره حساب کاوه او له هېڅ یوې لوبې یې بهر هم نه کړ، په ډېرو لوبو کې خپلې لوبډلې ته اغېزمن هم تمام شو.
د پي اېس اېل سیالیو په پایلوبه کې کله چې ملتان سطانز لوبډلې تېزه لوبه پیل کړه د لاهور قلندرز لوبډلې د اتلولۍ هیلې مړاوې شوې، خو پر هماغه سخت حالت کې راشد خان دا هیلې بېرته را ژوندۍ کړې او د ریلې روسو وېکټې اخیستلو سره یې د لوبې بڼه بدله کړه.
په پایلوبه کې شاهین شاه افریدي او حارث روف سیالې لوبډلې ته سل منډې ورکړې، خو راشد په څلورو اورونو کې یوازې ۲۶ منډې ورکړې او دوه مهم لوبغاړي یې هم وسوځول.
راشد خان په پي اېس اېل سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې وېکټې هم واخیستې، راشد خان وتوانېد ۲۰ وېکټې واخلي، تر هغه وروسته شاهین شاه افریدي ۱۹ او حارث روف بیا ۱۷ لوبغاړي سوځولي دي.
د پي اېس اتم پړاو سیالیو یوه بله ځانګړتیا دا وه چې په لومړي ځل د توپ اچونې او توپوهنې دواړو برخو کې د بهرنیو لوبغاړو ونډه پرېکنده وه. په پایلوبه کې دا خبره تر ډېره راشد خان ته متوجه کېږي، چې له خپلې ښکلې لوبې او مسکا سره یې هم لوبه وګټله او هم یې د ډېرو مینه والو زړونه خپل کړي.
راشد خان ډېر کله د مخالفې لوبډلې لوبغاړو تر سوځولو وروسته خوښي او موسکا کوي، خو د پي اېس اېل اتم پړاو پایلوبه کې یې د روسو تر سوځولو وروسته د هغه خوښۍ د ډېرو د پام وړ شوې.
که څه هم د پایلوبې په دواړو پاڼیو کې شاهین شاه افریدي ښکلې لوبه وکړه، خو تر هغه مخکې راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې بریا ته لار هواره کړې وه.
راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د لوبو تر څنګ د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې هم لوبېدلی او یو له بوختو لوبغاړو ګڼل کېږي.
هغه د نړۍ تر ټولو مشهور کرېکټ لیګ ای پي اېل، بیګ باش غوره لیګ، کارابین غوره لیګ، بنګله دېش غوره لیګ، انګلستان لیګ، جنوبي افریقا او نورو لیګونو کې لوبې کړې دي، چې په خپلې ښکلې لوبې یې په هر لیګ خپل ځای ساتلی دی.
دغه افغان ستوري د نړۍ په هر مشهور لیګ کې لوبې او د انسانانو زړونه ګټلي او د نړۍ لوبیزو رسنیو کې په ښوو یاد دی.