تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د راشد خان ۵۰۰ وېکټې او نوی ریکارډ
۲۴ کلن راشد خان د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ لوبغاړي سوځوي، خو د دې لپاره یې څومره لوبه کړې او څومره بالونه یې غورځولي دي؟
د ۲۰۲۰ کال په اګست کې د ویسټ انډیز بالر براوو لومړنی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۵۰۰ لوبغاړي وسوځول.
هغه وخت بل هېڅ لوبغاړي ان ۴۰۰ کسه نه و سوځولي. په څه باندې دوو کلونو کې افغان ستوری راشد خان دویم لوبغاړی شو چې ۵۰۰ لوبغاړي سوځوي.
براوو په ۶۱۴ لوبو کې دغه ویاړ موندلی و. راشد خان یوازې ۳۷۱ لوبې وکړې.
په ننګرهار کې زېږېدلي دغه لوی ستوري د ۵۰۰ ویکټو لپاره یوازې ۳۵۵ اعشاریه پنځه اورونه وکړل. براو د هرې ویکټې لپاره څه باندې ۲۴ منډې ورکړې وې خو راشد خان په څه باندې ۱۸ منډو ورکولو دا کار وکړ.
په هر اوور کې راشد خان یوازې شپږ اعشاریه ۳۰ منډې ورکړي دي.
ده ټول ټال ۸۵۳۲ بالونه وکړل. د ۱۴ لوبډلو لپاره یې بالېنګ وکړ. په دغو ویکټو کې یې ۱۲۲ د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې اخیستې دي. راشد خان یوازې ۷۴ نړیوالې لوبې کړې دي او په نړیوالو شل اوریزو ویکټ اخیستونکو کې اوس په دریم دریځ کې دی.
په نړیوالو لوبو کې راشد خان یوازې په ۵۳ لوبو کې سل ویکټې واخیستې چې د لوبو او وخت له پلوه تر بل هر لوبغاړي چټکه لاسته راوړنه وه. تر ده وړاندې د شري لنکا ملېنګا په ۷۶ لوبو کې سل ویکټې اخیستې وې.
راشد خان په ۵۰۰ ویکټو کې څلور ځله پنځه وېکټې په یوه لوبه کې اخیستې دي او نهه ځله یې څلور وېکټې خپلې کړې دي.
د کرېکټ ډېر مبصرین په دې باور دي چې که ۲۴ کلن راشد خان ټپي نه شي او خپلې لوبې ته یوه بله لسیزه دوام ورکړي نو دا امکان شته چې نوي او نه ماتېدونکي ریکارډونه ښايي ټینګ کړي.