تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ راشد خان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی
د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې مشهور او پیاوړی توپ اچونکی راشد خان د کرېکټ شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر ټاکلی دی.
کرېکټ بورډ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.
له راشدخان وړاندې محمد نبي په شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبډلې مشري کوله خو په اسټرالیا کې له نړیوال جام وروسته یې له کیپتانۍ استعفا ورکړه.
د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف له خولي ویل شوي چې "راشد خان د افغانستان په کرېکټ کې یو ستر نوم دی. زه باوري یم چې نوموړی به ورسپارل شوی مسولیت په ښه او مسولانه ډول ترسره کړي."
راشد خان بیا دغه نوی مسولیت د ځان لباره یو ویاړ بللی دی او ویلي یې دي: "لوبډلمشري یو ستر مسولیت دی، ما مخکې هم د دې لوبو مشري کړې. په لوبډله کې تکړه لوبغاړي شته، موږ به په ګډه کار وکړو، او د خپل هېواد لپاره د ویاړونو راوړلو په موخه به لا ډېر زیار باسو."
راشد خان له دې وړاندې هم د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوې دی او د شل اوریز، ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشري یې کړې ده. هغه په نړیواله کچه د شل اوریزو لوبو ښه تجربه لري چې په دې دنده کې به مرسته وکړي چې ملت ته لا نورې خوشالي راوړي."
ټاکل شوې د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال په فیبرورۍ کې متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي او هلته به د درېیو شل اوریزو لوبو کوربته وکړي چې له ۲۰۱۹ کال وروسته به د راشد خان لومړنۍ لوبډلمشري وي.
د راشد خان ریکارډونه او لوبې
٢٤ کاله وړاندې د افغانستان په ننگرهار کې زېږېدلى راشد خان اوس يو له هغو لوبغاړو دى چې د کرېکټ په نړۍ کې يې د هر ليگ لوبډلې غواړي.
ده د افغانستان لپاره په ټېسټ، يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو کې تر بل هر لوبغاړي ډېر لوبغاړي سوځولي دي. د گڼو ريکارډونو دغه ځوان لوبغاړى دلته د لوبې په شمېرو کې يادوو.
افغانستان له ٢٠١٨ کال راهيسې ټسټ لوبې کوي. تر اوسه يې شپږ لوبې کړې دي. راشد افغان چې په لومړنۍ ټسټ لوبه کې هم و تر اوسه له شپږو پنځه لوبې کړي او تر بل هر لوبغاړي يې ډېرې ويکټې اخيستي دي. ده ٣٤ لوبغاړي په ټست لوبو کې سوځولي دي.
تر ټولو ښه بالېنگ يې د ١٣٧ منډو په بدل کې د اوو لوبغاړو سوځول و. څلور ځله يې په يوه وار پنځه يا ډېرې ويکټې اخيستې دي او په خپلو پنځو لوبو کې يې دوه ځلې په سيالي کې لس يا ډېر لوبغاړي سوځولي دي. د ده پنځه ټسټ لوبې له هند، ايرلنډ، بنگله دېش، ويسټ انډيز او زمبابوې سره وې.
يو ورځنۍ لوبې
افغانستان له ٢٠٠٩ کال څخه نړيوالې يو ورځنۍ لوبې کوي خو راشد خان په لومړي ځل په ٢٠١٥ کال کې د افغانستان لپاره په نړيواله يوه ورځنۍ لوبه کې برخه واخيسته.
خو د دې شپږ کاله ځنډ سربېره په يو ورځنيو لوبو کې راشد خان د افغانستان لپاره تر بل هر بالر ډېرې وېکټې اخيستي دي.
ده په ٨٣ لوبو کې ١٥٨ کسه سوځولي دي. تر ټولو غوره بالېنگ يې له ويسټ انډيز سره و چې د ١١٨ منډو په بدل کې يې اووه کسه وسوځول. راشد خان تر اوسه د ١٥ هېوادونو په وړاندې په يو ورځنيو لوبو کې برخه اخيستې ده.
له دې ډلې يې له انگلنډ، سويلي افريقا اوهانگ کانگ سره په کومه لوبه کې ويکټ نه ده اخيستې او له نيوزيلنډ سره په لوبه کې د بېټينگ پر وخت ټپي شو بالېنگ يې ونه کړ.
شل اووريزې لوبې
له ٢٠١٥ کال راهيسې راشد خان د افغانستان لپاره د ١٥ هېوادونو پر وړاندې ٧١ نړيوالې شل اووريزې لوبې کړې دي. ده د افغانسستان لپاره تر بل هر لوبغاړي په شل اووريزو لوبو کې هم ډېر لوبغاړي، ١١٨ کسه سوځولي دي.
ده له هند او سويلي افريقا سره په درې لوبو کې ١٢٠ منډې ورکړې دي خو څوک يې نه دې سوځولي. دى په نړۍ کې د شل اووريزو نړيوالو ويکټ اخيستونکو په کتار کې د اوس لپاره په دويم ځاى کې دى. د ده تر ټولو غوره بالېنگ د ايرلنډ په وړاندې و چې د درو منډو په بدل کې يې پنځه کسه وسوځول.
ټولې لوبې
په ټسټ، يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو کې راشد خان تر اوسه ټول ټال ١٥٩ لوبې د افغانستان لپاره کړې دي. ١٢٣٠ اعشاريه پنځه اوورونه کړي دي، ٥٣٨٤ منډې يې ورکړې دي او ٣١٠ کسه يې سوځولي دي. په بله وينا ده د هر لوبغاړي په اوټ کولو څه باندې ١٧ منډې ورکړې دي.