تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران: یوه ترافیکي پېښه کې نهه افغانان وژل شوي
رپوټونه وايي، تېره شپه د ايران شېراز ښار په قطروبه سيمه کې یوې ترافيکي پېښې نهه افغان کډوال او یو ایرانی وژلي دي.
ویل شوي، افغان کډوال چې درې ښځې او دوه ماشومان هم پکې وو، په یوه کوچني موټر کې سپاره وو، له یوه مازډا ډوله سره ټکر کړی.
په موټر کې سپاره ټول وژل شوي او جسدونه يې ځايي روغتون ته لېږدول شوي. د موټر چلونکی ایرانی و. ځینو ایراني رسنیو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ تنه ښوولی دی.
په سیمه کې یوه افغان کډوال نجيب وزيري بي بي سي ته وویل، د وژل شویو څېرې د پېژندلو نه دي.
ښاغلی وزیري چې خپله د پېښې ځای ته ورغلی و، وايي ایراني پولیس سیمې ته تللي وو او د پېښې په اړه پلټنې کوي.
هغه زیاتوي، د افغان کډوالو د سورلۍ موټر له کرمان ولایته د شېراز په لور روان و. تر اوسه روښانه نه ده چې دغه افغان کډوال تازه ایران ته اوښتي وو او که په دغه هېواد کې له پخوا اوسېدل.
په ایران کې د طالبان د حکومت چارسمبالي سفیر بي بي سي ته وویل، تر اوسه د دې پېښې په اړه دوی مالومات نه دي رسېدلي.
ایران کې ځینو ځايي رسنیو بیا ویلي، په دغه پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي چې اووه یې ماشومان، درې سړي او درې ښځې پکې دي.
هره میاشت ګڼ شمېر افغان کډوال ایران کې د کار موندلو لپاره او یا هم اروپایي هېوادونو ته د قاچاقي سفر لپاره د ایران پر پوله ور اوړي او له خطرونو ډک سفرونه کوي.
ایراني چارواکو وړاندې ویلي وو، هېواد یې د څلور نیم میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي.
باور دا دی چې ډېری دغه کسان ایران ته د مزدورۍ لپاره ځي، خو د ځینو پخوانیو چارواکو په ګډون یو لوی شمېر افغانان بیا د امنیتي اندېښنو له امله هم ایران ته کډه شوي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت څه موده وړاندې ایران ته په ناقانونه تګ بندیز لګولی وو، خو لا هم ګڼ شمېر افغانان ایران ته په قاچاقي لارو روان دي.