په افغانستان کې د طالبانو حکومت کليدي وزیرانو له مولوي هبت الله آخندزاده سره لیدلي

د طالبانو حکومت ویلي چې دغو چارواکو د یو شمېر ولایتونو له علماوو سره یو ځای په کندهار کې له خپل مشر سره ليدلي. د طالبانو د حکومت ویاند بي بي سي ته ویلي، دوی په خپلو کاري چارو کې مشورې ته کندهار کې خپل مشر ته ورغلي.

په دغو چارواکو کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیران شامل دي. ځینو سرچينو کندهار ته د طالبانو د استخباراتو د مشر د تګ خبر هم ورکړی.

د طالبانو د حکومت د کابينې دغه غړي له هغو څېرو دي چې د خپلې مشرتابه د اوږدمهالو سیاستونو په اړه يې په غونډو کې په ډاګه نظرونه څرګند کړي او د نجونو د زده کړو په ملاتړ يې هم بیا بیا غږ پورته کړی.

د طالبانو د حکومت د کابينې هغه غړي چې هم کلیدي وزارتونه پر مخ وړي، هم د دغه خوځښت له مهمو سټو دي او هم يې په دې وروستیو کې د خپل نظام د لرلیدونو او په تېره بیا د ښځو د زده کړو په تړاو د لوړ غږ نظرونه لرلي وو د خپل مشر لیدو ته کندهار ورغلي.

که څه هم د طالبانو د حکومت وايي، دوی د يو شمېر ولایتونو له علماوو سره یو ځای د مشر لیدلو ته کندهار ته تللي. د طالبانو د حکومت اعلامیه وايي چې د یو شمېر ولایتونو له علماوو سره د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو سرپرستانو هم د دوی له مشر هبت الله آخندزاده سره په غونډه کې ګډون کړی.

د طالبانو حکومت ويلي چې د طالبانو مشر دغه علما او مسؤلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي، د ديني علم د ترویج په ګډون يې توصيې ورته کړې.

د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته هم وویل چې د کابينې دغه غړي په خپلو کاري برخو کې مشورې غوښتلو ته ورغلي وو.

د طالبانو د حکومت د کابينې دغه مخکښ غړي داسې مهال کندهار کې د خپل مشر لیدلو ته له علماوو سره یو ځای ورځي چې د نوي ښوونیز کال په رارسېدو سره یو وار د افغانانو او نړیوالو سترګې دي چې دوی به په زده کړو کې د نجونو او ښځو له حضور سره څرنګه چلند کوي.

د طالبانو لوړو زدکړو وزارت همدا پرون بي بي سي ته ومنله چې د کابل په ګډون د سړو سیمو پوهنتونونه به د کب په ۱۵مه یوازې د هلکانو لپاره پیل شي او د ښځینه محصلینو په اړه د دوی د حکومت پرېکړې تغییر نه دی کړی.

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د لیندۍ میاشتې په ۲۹ نېټه د یوه مکتوب په ترڅ کې ټولو دولتي‌ او خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو کې د "نجونو تحصیل تر امر ثاني‌" پورې ځڼدولی وو چې د دوی د حکومت له پیل سره سم تر شپږمو ټولګیو پورته نجونو د زده کړو بندولو ته په کتو دې هم پرېکړې هم پراخ غبرګونونه را وپارول.

له دې امله په کور دننه او بهر د طالبانو پر حکومت هم بې شمېره او بې ځنډه نیوکې روانې دي. خو د طالبانو حکومت وايي دا پرېکړه ېې موقتي ده او مشرتابه يې بیاکتنه پرې کوي.

دغه وزیران له هغو څېرو هم دي چې د خپل نظام د پايښت او په رسميت پېژندلو اندېښنه هم لري چې اوس تر ډېره د نجونو په زده کړو هم تړلې.

ویل کېږي کندهار ته له کابله د طالبانو د حکومت په ورغلو دغو چارواکو کې د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم دی. هغه او د کورنیو چارو او دفاع وزیران له هغو چارواکو هم دي چې کابل ته د پاکستان له یوه ورغلي لوړپوړي پوځي پلاوي سره یې کتلي وو.

دغه پلاوي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ تېره 'چهارشنبه' کابل ته تللی وو د پاکستاني رسنیو په وینا د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په اړه غږېدلي وو.

هغه مهال سرچينو ویلي وو چې کابل ته تلونکی پلاوی د افغانستان د طالبانو له مشر څخه د ترهګرۍ د مخنيوي په برخه کې مهم پیغامونه له ځان سره وړي. ښايي د هغو غوښتنو یوه يې د پاکستاني طالبانو د کنټرول هم وي.