د پاکستان ولسمشر ته د ټاکنو کمېسیون ځواب: نه د ټاکنو نېټه اعلانولی شو او نه هم مشورې کوو

د پاکستان ټاکنو کمېسیون د دغه هېواد د ولسمشر عارف علوي د لیک په ځواب کې ډانګ پېلي ویلي چې دا کمېسیون اوس مهال نه د ټاکنو نېټه اعلانولی شي او نه هم له قانوني پلوه اړ دي چې په دې اړه د ولسمشرۍ له دفتر سره سلا مشورې وکړي.

د ټاکنو کمېسیون له دفتره په خپاره شوې لیک کې راغلي "د اسمبلیو له ماتېدو سره اوس له دغه بنسټ سره د ټاکنو نېټې د اعلان واک نشته او دا چې دا نېټه باید د محکمې له لارې و ارزول شي ځکه نو له ولسمشر سره پرې سلا مشوره هم نشي کولی".

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون همدا راز ولسمشر ته په لېږلي لیک کې لیکلي "د ټاکنو کمېسیون په خپلو مسؤولیتونو ښه پوهېږي."

دغه لیک چې یوه کاپي یې بي بي سي هم ترلاسه کړي پکې لیکل شوي سره له دې چې د ټاکنو کمېسیون د اسمبلیو له ماتولو وروسته د دواړو ایالتونو له ګورنرانو سره په اړیکه کې دی خو دوی تر اوسه د ټاکنو لپاره کوم چمتووالی او نېټه نده واضح کړي.

په پاکستان کې د سیاسي ناندریو سره هم مهاله د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې چې د دوی لخوا اداره کېږي ایالتي شوراګانې ماتې کړې.

پخواني لومړي وزیر دا کار په حکومت د فشار راوستلو له کبله وکړ تر څو د هېواد په کچه ټولټاکنو ته ژر زړه ښه کړي.

د پاکستان ولسمشر ته په ځوابي لیک کې لیکل شوې د ایالتي شوراګانو له تحلیل وروسته د ټاکنو کمېسیون ته د ټاکنو د نېټې د اعلان واک نه دی پاتې.

که ولسمشر د ټاکنو نېټه نشي اعلانولی استعفا دې وکړي

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر شيخ رشید احمد غوښتنه کړې چې که ولسمشر عارف علوي د دوشنبې تر ورځې د ټاکنو تاریخ نشي روښانولی له خپلې دندې دې استعفا وکړي.

شيخ رشید احمد ټينګار کړی چې د پاکستان ولسمشر باید ډېر ژر په دغه هېواد کې عمومي ټاکنې اعلان کړي.

په لاهور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ښاغلي رشید وویل "ولسمشر عارف علوي ته په کار ده چې د دوشنبې په ورځ د ټاکنو نېټه اعلان کړي، نور به مونږ وګورو چې ستره محکمه څه کوي."

نوموړي زیاته کړي "عارف علوي دې د ټاکنو نېټه یا استعفا اعلان کړي."

په پاکستان کې له هغه وخته راهیسې چې عمران خان د لومړي وزارت له څوکۍ لرې او حکومت د شهباز شریف په مشرۍ ټول ګډونه اعلان شو د تحریک انصاف ګوند او د اوسني حکومت لوی اپوزیسیون بیا بیا پدغه هېواد کې د عمومي ټاکنو غوښتنه کوي.

د پاکستان اوسني حکومت ټينګار بیا دا دی چې دوی به خپل وخت پوره کوي او د ټاکنو کمېسیون بیا د ټاکنو پر وړاندې څو ننګونې یادې کړې دي.

د دغه کمېسیون مشر تېره اوونۍ سترې محکمې ور بللی و چې د ټاکنو تر سره کېدو ارزونه او وضاحت ورکړي.

خو د ټاکنو کمېسیون مشر کمېشنر سکندر سلطان محکمې ته وویل، تر هغې چې د ټاکنو لګښتونه ور نه کړل شي او امنیت یې ونه نیول شي، دوی ټاکنې نه شي کولای.

د ښاغلي سکندر په وینا: "کله چې له پوځ امنیت غواړو، ردوي یې، کله چې له محکمې مرسته غواړو مرسته نه کوي، او کله چې له حکومته پیسې غواړو نه یې راکوي."

خو د سترې محکمې مشر قاضي او د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د ټاکنو ځنډ د قانون خلاف بللی او په دې برخه کې یې د ژر اقدام غوښتنه کړې ده.