د دریو لوڼو پلار: "د ښوونځیو د تړلو ۵۰۰ ورځې مې د ژوند تر ټولو ترخې وې"

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي

پنځه سوه ورځې کېږي، چې له شپږم پورته د ټولو افغانو نجونو زدکوونکو د میندو او پلرونو سترګې د خپلو لوڼو د نامالوم برخلیک او د ښوونځیو د تړلو دروازو پرانیستو ته په تمه دي.

د دریو لوڼو پلار چې دلته یې د خوندیتابه لپاره مستعار نوم احمد یاد شوی، بي بي سي پښتو ته وویل"دا پنځه سوه ورځې مې د ژوند تر ټولو ترخې او بدې ورځې وې."

احمد چې لوڼه یې په شپږم، اوم او دوولسم ټولګیو کې دي، وايي سربېره پر دې چې د ښوونځي له تړلو وروسته یې خپلو لوڼو ته په خپل کور کې د زدکړو مناسب چاپیریال برابر کړی، خو لوڼه یې ښوونځي ته په تګ پسي زړه خوري او "ډېر خپګان پر رواني ناروغۍ اخته کړې دي."

د هغه په ټکو: "د یوه پلار په توګه د ښوونځیو بندې دروازې هېچا ته د زغم او منلو نه دي، ماته ډېره دردونکې ده چې لوڼې مې راته په سرو سترګو ژاړي، مشره لور مې له ډېر خپګانه پر رواني ناروغۍ اخته شوې، که هر څومره ډاډه ورکوم بیا هم ځان نه شي کنټرولولای."

نوموړی وايي، د ښوونځیو د بندو دروازو د بېرته پرانیستو یوه لاره د میندو او پلرونو له خوا د طالبانو پر حکومت فشار راوستل دي.

دی وايي دا هغه څه دي چې تر دې دمه هر پلار او مور پکې پاتې راغلي او د خپلو اولادونو د حقونو د غوښتلو لپاره یې تر اوسه هېڅ ډول عملي ګام او مبارزه نه ده کړې.

ښاغلی احمد چې له یوې خوا دې برخه کې د کورنیو درنه خاموشي ځورونکې بولي خو له بل پلوه د طالبانو حکومت سخت دریځۍ ته ګوټه نیسي او وايي:

"د طالبانو له خوا د مظاهره کوونکو او حق غوښتونکو وهل او ټکول هره کورنۍ وېرولې او غږونه یې غلي کړل شوي دي.لازمه وه چې مونږ ټول راپورته شوي وای او په ګډه مو غږ پورته کړی وای."

خو هغه وايي لا هم د دې وخت شته چې د سیمې د قومي مشرانو له خوا خلک راټول او په ګډه مبارزې ته راووځي.

نوموړي د بي بي سي پښتو دې پوښتنې ته په ځواب کې چې له طالبانو یې دې برخه کې څه تمه ده وویل: "له طالبانو به مونږ څه وغواړو، هغوی هر څه ګوري خو قصدي او او د پردې تر شا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دا ډول کړنې ترسره کوي. زه د یو پلار په توګه له طالبانو هېڅ تمه نه لرم او نه ورته څه ویل غواړم."

دا یوازې د احمد لوڼې نه دي چې هره ورځ یې په ژړا پیل او په اوښکو پای ته رسېږي، بلکه افغانستان کې ګڼې میندې او پلرونه د خپلو لوڼو نامالوم برخلیک په ویر کېنولي دي.

د طالبانو حکومت د تېر کال د ډیسبمر میاشت په ۲۰مه ټول هېواد کې نجونې له پوهنتونونو راوګرځولې او له هغې وړاندې یې له شپږم پورته ښوونځیو کې د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی و.

اسلامي هېوادونه او نړیواله ټولنه په پرلپسې ډول پر طالبانو فشار راولي او هڅه کوي دا پرېکړه پرې بدله کړي، خو تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د خپلې پرېکړې د بدلون په اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې د پښتونخوا په اکوړه خټک کې د حقانیه دارالعلوم سمبالګر او د پاکستان د جمعیت علما اسلام ډلې مشر مولانا حامد الحق بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، د سعودي لوړ پوړو چارواکو ورسره اړیکه کړې چې طالبانو سره د نجونو د زدکړو په تړاو خبرې وکړي.

نوموړي ویلي و، اسلامي شریعت کې د نجونو پر زدکړو هېڅ بندیز نشته او طالبان د نجونو د زدکړو مسله پر لویدیځ د فشار په توګه کاروي.

هغه له طالبانو غوښتي، چې ډېر ژر د نجونو پر زدکړو لګېدلي بندیزونه لېرې کړي.

سره له دې چې هر لورې ظاهرا پر طالبانو د فشار راوستو خبره کوي، خو لا د طالبانو په پرېکړه کې د بدلون هېڅ ډول نښې نه لیدل کېږي او تر هغې چې د طالبانو مشرتابه د ښوونځیو د بېرته پرانیستو پرېکړه نه وي کړي، ښايي د احمد د دریو لوڼو په څېر سلګونه زره نورې نجونې لا هم د زدکړو له طبیعي حقه محرومې وي.