تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه شتمن چې اولادونه یې له میراث او خپل ملکیت محروم کړي
امریکايي سندرغاړې میري اوسمونډ په وروستیو کې ویلي، خپلو اولادونو ته به میراث ور نه کړي.
د دغې سندرغاړي تر دې خبرو وروسته یو ځل بیا د نامتو او بډایه شخصیتونو د اولادونو او خپلوانو په اړه بحثونه راپورته شوي دي.
میري څه باندې شپاړس میلیونه ډالره پانګه لري، هغې له یوې مجلې سره په مرکې کې ویلي د شتمنۍ نه ویشلو پرېکړه یې "د بدنیتۍ له کبله نه وه."
هغې زیاته کړې، غواړي ماشومان یې خپلو موخو ته خپله هڅه وکړي او بریالیتوبونه ترلاسه کړي.
میري اوسمونډ یوازینی مشهوره کس نه دی چې دا خبر کوي.
ډیرو نورو مشهورو کسانو هم خپلو ماشومانو ته د خپلې شتمنۍ د ورکولو په اړه ورته نظرونه څرګند کړي، که څه هم د دوی ماشومانو د خپلو میندو پلرونو له بریاوو په ګټې اخیستنې خپلې چارې سمبال کړې دي.
دلته به د ځینې نورو مشهورو شخصیتونو په اړه هم معلومات را واخلو چې دوی د خپلو اولادونو په اړه څه پرېکړې کړي.
ډینیل کریګ
بریتانوي فلمي ستوری ډینیل کریګ مخکې ویلي وو، هغه د میراث مفکوره 'ناوړه' ګڼي او دا چې د هغه دوو ماشومانو ته به د هغه د ۱۲۵ ملیونه ډالرو شتمنۍ څخه میراث ونه رسېږي.
د جیمز بانډ فلمونو ستوري په ۲۰۲۰ کال کې ویلي وو چې "د میراث له موضوع به ځان خلاص کړم یا به یې پریږدم."
خو د ګریک مشرې لور ۳۱ کلنې اېلا پرته له دې چې د پلار پر میراث فکر وکړي وار دمخه یې د ځان لپاره یو ځای جوړ کړی دی. هغه د فورډ لپاره د ماډلې په توګه کار کوي، په دې کال کې یې د فرانسوي فیشن مجلې، لا افسیل پر پوښ عکس چاپ شوی دی.
ایلا د کورنۍ غړو چارو سره د خپلې لېوالتیا په تړاو خبرې کړي، او ویلي یې دي، هغه تمه لري چې د یوې ښې ممثلې په توګه یې درناوی وشي او هڅه به وکړي چې په ریښتینې توګه ښه کار وکړي.
ګورډن رامسي
د نړۍ مشهور سراشپز ګورډن رامسي پنځه ماشومان لري، خو ماشومان یې د خپل پلار له شتمني نه خوند اخلي.
ښاغلي رامسي په ۲۰۱۷ کال کې له ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو، ماشومان ډېر لږ په مشهورو رسټوارنټونو کې ډوډۍ خوري او کله چې دوی د رخصتۍ په وخت کې له هیواده بهر ځي نو اولادونه یې له خپل مور او پلار سره په بېزنس کلاس کې سفر نه کوي.
د رامسي په وینا ماشومانو یې د هغه د شتمني ګټلو لپاره سخت کارونه نه دي کړي، هغه اوسمهال ۶۳ میلیونه پونډه شتمني لري.
هغه زياته کړې، له مړينې وروسته د خپلو اولادونو لپاره د خپلې شتمني پرېښودو هېڅ نيت نه لري، ځکه نه غواړي د خپلو اولادونو غم وخوري.
د رامسي ماشومانو هم خپلې لارې موندلې دي. مشرې لور یې ۲۴ کلنې میګن، په پوهنتون کې د ارواپوهنې زده کړې کړي، مشر زوی یې ۲۳ کلن جیک، د شاهي سمندري ځواکونو سره یو ځای شوی.
خو د هغه ۲۱ کلنه لور، ماتېلډا، د خپل پلار په څیر د تلویزیون څېره ده، هغې د ماشومانو د تلویزیوني چینل سي بي بي سي کې خپله د پخلي خپرونه 'ماتیلډا او رامسای بنچ' وړاندې کوي.
سټېنګ
بریتانوي راک ستوری سټینګ ۴۰۰ میلیونه ډالره خالصه شتمني لري او نړۍ یوه له خورا بریالیو هنرمندانو بلل کیږي. سټېنګ وايي کله چې له دې نړۍ سترګې پټوي نو اولادونه به يې څه په لاس ور نه شي.
سټېنګ شپږ ماشومان لري. هغه په ۲۰۱۴ کې، ډیلي میل ته ویلي وو، "موږ ته چې کومې پیسې راځي مصرفوو یې، او ډیر څه پاتې نه دي."
هغه زیاته کړې: "زه یقینا نه غواړم خپلو اولادونو ته د باور وړ څه پریږدم، دوی باید کار وکړي. "
وارن بفېټ
داسې بریښي چې ځینې مشهورو کسانو د وارن بفېټ له کتابه الهام اخیستی دی.
دغه امریکايي میلیارډر او سوداګر ویلي، پلان لري د خپلې شتمنۍ ۹۹ سلنه برخه خیریه بنسټونو ته ورکړي او اولادونه به یې له شتمنۍ ډېر څه نه ترلاسه کړي.
بفېټ په ۲۰۲۱ کال کې لیکلي "د ډیرو بډایه کورنیو تر لیدلو وروسته، زما باور دا دی چې د اولادونو لپاره دومره شتمني پرېږدم چې یو څه پرې وکړي، خو دومره نه چې دوی هېڅ ونه کړي."