تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر خواله رسنیو د ښځو حقونو ته کمپاین؛ "یا ټول یا نه"
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر زدکړو او کار بندیز له اعلان وروسته پر خواله رسنیو کمپاین پیل شوی دی.
د دغه کمپاین ګډونوال پر خواله رسنیو د "یا ټول یا نه" یا "آل اور نن" په نامه هشټګ کاروي او د ښځو د حقونو غوښتنه کوي.
پر خواله رسنیو د یاد هشټګ کاروونکي وايي، موخه یې د ښځو د حقونو غوښتنه او د ښځو د کار او زدکړو د بندیز پر وړاندې غږ پورته کول دي.
په دغه هشټګ کې د افغانانو تر څنګ ځینې بهرنیانو هم برخه اخیستې او افغانستان کې یې د ښځو ملاتړ کړی دی.
پر خواله رسنۍ د دغه کمپاین پیلوونکي په زدکړو او کار کې د مېرمنو په شمول د ټولو افغانانو پر ګډون ټینګار کوي او وايي، دا د ټولو مسولیت دی چې "په دغه کمپاین کې برخه واخلي."
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډسمبر میاشت پر شلمه داسې حال کې د نجونو د پوهنتونونو د بندولو اعلان وکړ چې د یو شمېر ښځینه محصلینو ازموینې نیمګړې پاتې شوې.
په پوهنتونو کې د نجونو زدکړو له ځنډولو وروسته، د روانې ډسمبر میاشتې پر ۲۴ مه د طالبانو اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې پر هغو ښځو تر "دویم امره" د کار بندیز ولګاوه چې په کورنیو او بهرنیو این جیوګانو کې کار کوي.
دغو بندیزونو په کور دننه سربېره په نړیواله کچه د خلکو غوسه راوپارولې او پر طالبانو یې غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د طالبانو د حکومت له لوري د افغان نجونو او ښځو پر زدکړه او کار د بندیز پرضد د نړیوالو غبرګونونو په درشل کې د ملګرو ملتونو مشر ویلي چې دا پرېکړه له بشر حقونو سرغړونه ده او باید لغوه شي.
انتوني ګوتېرېش پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي "د ښځو او نجونو د محرومولو او خاموشولو کړنې دوام لري چې دا کار د افغان ولس د کړاو او لویې رنځونې او د بالقوه افغانانو د بې توانه کولو لامل ګرځي."
د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا ویلي، په افغانستان کې پر مرستندویه کارمنو ښځو محدودیتونه له افغان ولس سره د طالبانو د ژمنو خلاف عمل او د نړیوالې ټولنې د تمو برعکس چاره ده.
امنیت شورا ویلي، د مرستندویه ټولنو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز به پر بشري کړنو لوی او سم لاسي اغېز ولري.
له دغو بندیزونو وروسته یو شمېر این جیوګانو او بهرنیو بنسټونو افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندولو اعلان هم کړی دی.