تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملا عبدالغني برادر: افغانان باید له هېڅ ډول حقه محروم نه کړل شي
افغانستان کې د طالبانو حکومت لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانان دې له هېڅ ډول حقه محروم نه کړل شي.
نوموړي دغه خبرې نن "یکشنبه" ارګ کې د "مالي جریمو معافیت د صنعت او سوداګرۍ ملاتړ" غونډه کې کړي.
هغه ویلي:"ولس باید په هیڅ صورت له خپل هېڅ ډول حقه، مسلمو او ثابتو حقونو محروم نه کړل شي."
ښاغلي برادر داسې مهال ټولو افغانانو ته د هغوی د حقونو پر ورکړې ټینګار کوي چې، وروستیو کې د طالبانو حکومت د ښځو پر کار او زد کړو سخت بندیزونه لګولي دي.
نړیوال او د بشري حقونو ټولنې وايي کار او زده کړې بشري حق دی چې افغانستان کې له ښځو اخیستل شوي دي.
تېره سه شنبه طالبانو ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې ښځینه محصلینې له زده کړو راوګرځولې او پرون شنبه یې ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو ته په یوه مکتوب کې ویلي چې، د ټولو ښځینه کارکوونکو دندې تر "دویم امر" پورې وځنډوي.
وروسته له هغه چې د طالبانو لوړو زدکړو وزارت په پوهنتونونو کې د ښځو زدکړې وځنډولې، د طالبانو په حکومت کې دننه پر دغه پرېکړه د ځینو چارواکو د ناخوښۍ رپوټونه هم شته.
خو وايي په طالب غورځنګ کې د یوه موټیتوب ساتلو او درز مخنیوي لپاره دغه مخالفتونه نه ډاګیزه کېږي.
د یوې سرچینې په وینا چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په څېر ځینې مهمې څېرې پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو له بندیز سره مخالف دي، خو په ښکاره له څه ویلو ډډه کوي.
پر دیورنډ کرښه شخړې
غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ډیورڼد کرښه کې د پاکستان او طالبانو سرحدي ځواکونو تر منځ رامنځته شویو شخړو ته په اشارې ویلي، د سرحدي ځواکونو تر منځ لانجه او پر پوله د ستونزو رامنځته کول نه د پاکستان او نه هم د افغانستان په ګټه دي.
ښاغلي متقي زیاته کړې "پر ګډه پوله ستونزې جوړول د دواړو خواوو په زیان دي" زمونږ او ستاسې د سرحدي ځواکونو تر منځ لانجه او پر کرښه ستونزې رامنځته کول نه ستاسې په ګټه ده نه زمونږ، راشئ ستونزې د مفاهمې او مزاکراتو له لارې او د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړو."
نوموړي له ترانزیټي لارو د دواړو هېوادونو تر منځ پر سوداګریزو اړیکو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، دې برخه کې باید اصول له پامه و نه غورځول شي.
د هغه په ټکو:" تاته چې مې د ترانزیټ لاره درکړې، ټوله مرکزي آسیا مې درته خلاصه کړې، زه هم حق لرم چې ستا له ترانزیتي لارې استفاده وکړم."
یاده غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د مالي جریمو د معاف کولو سربېره ویلي چې، سوداګر او صنعت کاران دې راتلونکي کې د مالیې وزارت له لوري وضع شوې مالیه پر وخت ورکړي.
نوموړي زیاته کړې:"دا زمونږ د ټولو اخلاقي مسولیت دی چې مالیه پر خپل وخت ورکړو. د مالیاتي جریمو بښل په دې مانا نه دي چې د قانون پر وړاندې بې غوره شئ،"