د سالنګ تونل کې د مړو شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلی

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وايي، د سالنګ پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱ ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل ویلي، روغتیايي ټیمونو یې د پېښې له ځایه تر دې دمه ۳۷ ټپیان روغتونونو ته وړي دي.

ښاغلي امرخیل زیاته کړې:" یادې شمېرې لا هم نهايي نه دي، د ټولو مالوماتو د راټولولو وروسته به یې کره ارقام خپاره شي."

پروان ولایت کې د طالبانو والي ویاند حکمت الله شمیم بیا پرون یکشنبه،‌ یاده پېښه کې د مړو شمېر ۱۹ او د ټپیانو ۳۲ یاد کړی و.

ښاغلي شمیم بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي و، د سالنګ لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده ، او د سالنګ دواړو غاړو ته د مسولینو له خوا چاته د تلو راتلو اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې وه چې : "مسولینو ته ویل شوي چې د سالنګونو دواړو غاړو ته ولاړ کسان دې ساحې ته نږدې نه پرېږدي، هغه کسان چې له پروانه روان شوي جبل السراج ساحو کې، او څوک چې له هغې خوا راتلل هم چېرته لرې او خوندي ځای کې دې په تمه پاتې شي، ځکه چې ساړه ډېر دي."

ښاغلی شمیم د پېښې له ځایه د ټپیانو او مړو پر را ایستلو ټینګار کړی و او په وینا یې "هڅې روانې دي چې د پېښې له ځایه ټپیان او مړي را و ایستل شي."

پروان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد کامران زید بیا ویلي و چې، ۱۱ کسان پرون یکشنبه د پېښې له ځایه را ایستل شوي او پروان روغتون ته وړل شوي دي، خو هویت یې نه پېژندل کېږي ځکه چې ټول سوځېدلي، جسدونه یې واړه او لوی دي چې د سړیو په ګډون ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي."

ښاغلي زید د ۱۲ موټرو د سوځیدو خبر هم ورکړی و چې د ډبرو سکرو موټرې هم پکې شاملې دي.

پروان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د مالوماتو له مخې،‌ پېښه وړمه شپه په ځايي‌ وخت د شپې اته بجې هغه مهال رامنځته شوې چې، تونل کې د تیلو ټانکر چې پترول تېل پکې و چپه شوی او اور یې اخیستی دی.

پېښه کې د سالنګ شمالي او سویلي دواړه خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سالنګ لار د افغاستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې سره نښلوي چې هره ورځ پرې له دواړو خواوو ګڼ شمېر کسان تګ راتګ کوي.