د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې "ښځې په سیستماتیک ډول" له حقونو محرومېږي

نن د دسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې پنځه اویا کاله پوره شول او دا ورځ په پراخه کچه په نړۍ کې نمانځل کېږي.

دغه دېرش ماده ای نړیواله اعلامیه چې ټول بشر د انساني کرامت او حقونو له مخې سره برابر ګڼي، د انساني تاریخ له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي.

د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر له لسمې چې دغه اعلامیه پکې نړیواله شوې هر کال دغه ارزښتونه په ځانګړو شعارونو یادېږي. د سږ کال شعار يې ټولو ته بشري کرامت، آزادي او عدالت غوره شوی.

د دغې ورځې په درشل کې په جېنېوا کې په نړیواله کچه د بشري حقونو پر وړاندې د ننګونو په تړاو یوې غونډې ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر والکر تورک د یوکرايين جګړې ته په اشارې وویل چې جګړه د داسې وحشي کړنو لامل کېږي چې د بشر وجدان لړزوي.

هغه د افغانستان په ګډون داسې ځایونه یاد کړل چې جدي اغيزې لري او تر یوه بریده هېر شوي او په سرلیکونو کې نه راځي. هغه په افغانستان کې له د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پالیسۍ د ژوند له ټولو اړخونو د ښځو سیستماتیک محوه کول وبلل.

''په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ژوند له ټولو اړخونو د ښځو او نجونو بشپړ محرومول دوام لري او دا په دې نړۍ کې بل هېڅ ځای نشته. دا د ښځو او نجونو له مهمې ونډې اخیستنې ټول هېواد بې برخې کوي. زه هلته د بدني شکنجې او مرګ سزاګانو پر دوام هم خپل سخت مخالفت څرګندوم، چې په دې کې تېره میاشت په عام محضر کې د دورو وهلو او قصاص سزاګانې هم راځي. دا د بشري حقونو له ژمنو د افغانستان ماتونکې سرغړونه ده. زه له واکمنو چارواکو غواړم چې ژر دې د اعدامونو لړۍ ودروي او په راتلونکي کې دې د مرګ سزا له منځه یوسي. ''

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تازه په فراه کې پر یوه سړي د "قصاص" حکم پلی کړی وو او تېره میاشت يې په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې په دورو لسګونه کسان وهلي. ''

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري لومړی ځل په عام محضر کې د قصاص حدود عملي کېدو په هکله ''ژوره اندېښنه څرګنده کړې. د ملګرو ملتونو ویاندې د دغو اعدامونو د درلولو غږ کړی وو.

په ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما هم له طالبانو غوښتي چې د اعدام سزا پای ته ورسوي. یوناما ویلي وو په هر ډول شرایطو کې له اعدام سره مخالفت کوي.

ګڼو دولتونو او نړیوالو بنسټونو هم دغه سزاګانې غندلې او هغه يې پر انساني حقونو تېری بللی.

خو طالبانو د نړیوالو دغه غوښتنې د افغانستان له ټولنې د دغو هېوادونو ناخبري بللې او له دې وړاندې يې د ورته سزاګانو غندنه اسلام ته هم بې احترامي او د نړيوالو اصولو مخالفت بللی.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه په ۱۹۴۸ کال کې له لاسلیکېدو راهیسې اوس په پراخه کچه پېژندل شوې او په ټوله نړۍ کې يې عملي کېدل تضمین شوي.

په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د خوندي کولو د لا پراخېدونکي سیستم تکیه شوې او نن ورځ د معلولیت لرونکو، اصلي وګړو او کډوالو په څېر زیان منونکو پاړکیو پر حقونو هم تمرکز کوي. که څه هم هغه انساني کرامت او برابر حقونه چې په دغه اعلامیه کې يې ژمنه شوې په وروستیو کلونو کې له ننګونو سره مخ دي.

نړیوالې وباوې، جګړې، نابرابرۍ، نابرابر مالي سیستمونه، توکمپالنه او اقليمي بدلون يې پر وړاندې عمده ننګونې بلل کېږي.

د بشري حقونو له سږنۍ نړیوالې ورځې سره د دغې اعلامیې پر میراث او اغیزونو متمرکز د خبراوي او پوهاوي یو کلن کمپاین هم پیلېږي. دا یو کلن کمپاین به د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې د نړیوالتوب اړوند پوهاوی او فعالیت ډېر کړي.