تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو راپورټر: طالبان به یا بشري حقونه مني، یا افغانستان بې ثباتۍ ته بیايي
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په دغه هېواد کې بشري حقونو ته په ورپېښو ننګونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. ریچارډ بېنېټ ویلي، "افغانستان د بشريحقونو له ګڼو ننګونو سره مخ دی چې پر خلکو ژور اغېز لري. په داسې حال کې چې اوسني چارواکي د خپلو خلکو د خوندیتوب مسولیت لري، د هغو سرغړونو په منلو کې پاتې راغلي چې ډیری یې د دوی په نوم تر سره شوې دي."
ښاغلي بېنېټ ویلي، له طالبانو یې غوښتي، داسې لارې غوره کړي چې دغه هېواد ته ثبات او خپلواکي راوړي، په ځانګړي ډول ښځو ته.
ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا افغانستان ته د بشري وضعیت د ارزونې لپاره په ماموریت لېږلی و چې نن ( پنجشنبه) یې خپل یوولس ورځنی سفر پای ته ورساوه.
ده په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې خپلې موندنې په ډاګه کړې او طالبان یې ننګولي چې د خلکو پر وړاندې په مسولیت منلو کې پاتې راغلي دي.
د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپورټر پر طالبانو غږ کړی چې د خپلو خبرو او عملونو تر منځ واټن راکم کړي او خلکو ته دې باثباته ټولنه برابره کړي.
نوموړي ویلي، "طالبان په یوه دوه لاره کې ولاړ دي. یا به داسې باثباته ټولنه رامنځ ته کوي چې خلک له خپلواکۍ او بشري حقونو خوند پکې واخلي او یا به ورځ تر بلې لا ډېره محدودېږي".
ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې په ځانګړي ډول پر ښځو لګول شویو بندیزونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده چې له کبله یې خلک په وېره کې ژوند کولو ته مجبور شوي دي.
ده ویلي چې د اوسنيو واکمنانو ډېرۍ تګلارې او په بشپړ ډول د هر چا د کنټرولو انګېزه یوه داسې ټولنه رامنځ ته کوي چې خلک پکې په وېره کې ژوند کوي او بشري حقونه پکې محدود دي.
"له ټولنې ښځې مه ورکوئ"
هغه له شپږم تر دوولسم ټولګیو د نجونو ښوونځيو بند پاتېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دې تر څنګ ښځو ته د کار په برخه کې هم خنډونه جوړ شوي، په سیاسي او عام ژوند کې د ګډون فرصت ترې اخیستل شوی، د بیان او د ګرځېدو راګرځېدو ازادي یې محدوده شوې چې دا له ټولنې د ښځې د ورکولو په مانا ده.
بېنېټ ویلي، دا هرڅه د بشري حقونو له ډېرو هغو تړونونو سره په ټکر کې دي چې د یوه هېواد په توګه یې منل د افغانستان مکلفیت دی.
ښاغلي بېنېټ له طالبانو غوښتي، "زه پر چارواکو غږ کوم، ژر تر ژره دې هغه تګلارې او لارښوونې بېرته واخلي چې پر ښځو ناوړه اغېز کوي. په ښوونه روزنه، کارموندنه او په عام ژوندانه کې په مساوي ډول د دوی ګډون ته دې لومړیتوب ورکړي".
ښاغلي بېنېټ زیاته کړې،" که دغه معیارونه پوره شي، لکه د نجونو منځني ښوونځي پرانیستل شي، یوه داسې ټولشموله اداره رامنځ ته شي چې په ريښتيني توګه د افغان ټولنې د هرې برخې استازولي پکې وشي، خبرو اترو او د نورو ستونزو او شکایتونو اورېدو او ورته د حل لارې موندلو زمینه برابره شي نو دا به په افغانستان کې د بې ثباتۍ د ډېرېدو خطر کم کړي".
هېواد ته د مخکښو افغان مشرانو راستنېدل او وروستي بریدونه
په افغانستان کې د بشري حقونو د ارزونې په برخه کې د ملګرو ملتونو دغه ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې په خپل دغه سفر کې یې له طالب چارواکو، د مدني ټولنې او د ښځو حقونو مدافعانو، خبریالانو، د لږکېو ډلو، له قربانیانو، معلولانو او د قضايي برخې کارکوونکو سره کتلي دي.
بېنېټ وايي، د افغانستان په ډېرو برخو کې اوس وسله والې دښمنۍ پای ته رسېدلې دي او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې د جګړې له کبله اوښتونکې مرګ ژوبله د پام وړ کمه شوې ده.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د یوه داسې کمیسون د جوړېدو خبره کړې چې له مخې به یې له افغانستانه وتلیو مخکښو مشرانو ته هېواد ته د بېرته ستنېدو زمینه برابره شي، ښاغلي بېنېټ هم هیله مندي ورته ښودلې.
هغه ویلي، "هېواد ته د افغان مخکښو مشرانو د راستولو تازه جوړ شوی کمیسون ښايي خبرو اترو او د حکومتولۍ پياوړتیا ته زمینه برابره کړي".
ریچارډ بېنېټ په دې وروستیو کې د کور په کور تلاشۍ، د پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو غړو انتقامي وژنو او بې عدالتۍ په اړه هم خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پخلاینې ته د رسېدو په لاره کې لومړی ګام دا کېدای شي چې د پخواني حکومت چارواکو او امنیتي ځواکونو ته عمومي بښنه وشي.
ښاغلي بېنټ همدا راز په کابل، کندوز او بلخ ولایتونو په ځینو جوماتونو او ښوونځيو کې د پرله پسې بریدونو د څېړلو غوښتنه کړې چې په خبره یې، د ځينو مسولیت د داعش خراسان ډلې منلی دی.
ده ویلي، دا ډول بریدونه په سیسټماتیک ډول په ډېرېدو دي چې هزاره او شیعه لږکي او د صوفي ټولنې غړي په نښه کولو سره د بشر ضد جنایتونه ترسره کوي.
هغه همدا راز پر ځينو هغو ادعاوو هم اندېښنه ښودلې چې په پنجشیر او ځينو نورو شمالي ولایتونو کې په خپلسري ډول ملکي وګړي نیول شوي، ربړول شوي او په زوره بې ځایه کېدو ته اړایستل شوي دي.
همدا ډول یې د خپلو دندو ترسره کولو پر مهال د خبریالانو، څارنوالانو او قاضیانو د ډارولو، ځورولو، نېولو او په ځینو مواردو کې یې د وژلو او ورکولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښوولې. ښاغلي بېنېټ ویلي، د مدني ټولنې او د رسنيو ازادي د يوې داسې سوله ييزې ټولنې لپاره مهمه ده چې د خلکو حقونو ته درناوی پکې کېږي او ویلي یې دي چې د مدني ټولنې غړي حق لري چې د سوله ییزې مبارزې له لارې خپلې غوښتنې مطرح کړي.
بشري ناورین او بشردوستانه مرستې
ښاغلي بېنېټ په افغانستان کې پر بشري او اقتصادي ناورین هم اندېښنه څرګنده کړې او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی چې خپلو بشري مرستو ته دې دوام ورکړي، خو ده ویلي، باید خلکو ته د مرستو په رسولو کې ډاډ تر لاسه شي چې په عدلانه ډول او جنسیتي برابري ته پام وېشل کېږي.
په خبره یې، پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو عملي کول باید لامل نشي چې خلک له بنسټيزو خدمتونو او بشري حقونو بې برخې و اوسي.
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکی به د خپلو موندنو په اړه دغه لومړنی راپور د بشري حقونو شورا په غونډه کې په را روانه سپتمبر میاشت کې وړاندې کړي.
دې شورا ریچارډ بېنېټ د روان کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ارزونې لپاره د ځانګړي راپورټر په توګه وګماره.