تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو د بشري حقونو ارزونې لپاره افغانستان ته ځانګړی څارونکی لېږلی
ملګرو ملتونو ریچارډ بېنېټ افغانستان ته لېږلی چې هلته د بشري حقونو حالت وارزوي. دغه ځانګړی راپورټر به هلته له بشري حقونو سرغړونې مستند کړي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شوې دي. ښاغلی بېنېټ به په دې موخه د طالبانو حکومت له چارواکو او ګڼو نورو لوریو سره هم وګوري او له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره به د مرستې غوښتنه وکړي.
ملګري ملتونه داسې مهال د بشري حقونو د ارزونې لپاره دغه ځانګړی څارونکی افغانستان ته لېږي چې په دغه هېواد کې پر اوسنیو طالب واکمنانو له بشري حقونو د سرغړونو نېوکې په ډېرېدو دي. پر ښځو په پرله پسې ډول محدودیتونه لګول، د پخواني نظام د ځینو چارواکو او کارکوونکو شکنجه کول، له مدني فعالانو او خبریالانو سره د تاوتریخوالي چلند یې انساني حقونو څخه په سرغړونو کې حسابېدلی شي.
د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به د خپلواک کارپوه په توګه د مدني ټولنې او نړیوالو بسنټونو او ډېپلوماتیکو استازولیو له غړو سره هم وګوري. دغه راز به د طالبانو له سرپرستو چارواکو سره د بشري حقونو د هغو اسنادو او ژمنو د عملي کېدو په اړه هم خبرې وکړي چې افغانستان منلي دي.
ټاکلې چې دی به د ځينو پېښو په اړه د لومړي لاس مالوماتو راټولولو لپاره یو شمېر سیمو ته هم لاړ شي.
ښاغلی بېنېټ به خپلې موندنې د روان کال په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې او د بشري حقونو شورا ته په یوه راپور کې وړاندې کړي.
دغه ځانګړي راپور ورکوونکي سره مخالفت
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال د اکتوبر پر اوومه د افغانستان په اړه د ځانګړي راپورټر د ګومارلو پرېکړه لیک تصویب کړ. که څه هم چین، روسیې او پاکستان یې مخالفت وکړ خو په دې برخه کې د اروپايي ټولنې هڅو او ټینګار نتیجه ورکړه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د لومړي ځل لپاره له دوو لسیزو وروسته ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د څارلو لپاره ځانګړی راپور ورکوونکی وګوماره.
ښاغلی بېنېټ په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو په برخه کې د ستونزو د حلولو باتجربه راپورټر دی چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې دا دنده ترسره کړې ده.
ښاغلي بېنېټ تر دې وړاندې هم د بشري حقونو پر سرغړونو څار سولې ته د لارجوړونې لپاره مهم بللی و.
د ملګرو ملتونو د بشريحقونو شورا د ښاغلي بېنېټ د ګومارنې موخه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کول بللي چې د نړیوالو بنسټونو په وینا د تېر کال په اګست کې پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره يې حالت خراب شوی دی.
په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د بشري حقونو د حالت په اړه کره مالوماتو ته لاسرسی محدود شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان هم ټینګار کړی چې په افغانستان کې خلک د طالبانو له ناوړه چلند او یوې بشري فاجعې سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د افغانانو د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره هڅې ډېرې کړي.
طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې يې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو ورته راپورونه رد کړي دي.
ښاغلی بېنېټ به خپل دغه سفر د را روانې پنجشنبې په ورځ له یوې خبري غونډه سره راونغاړي.