تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنه: افغان ښځو او سړیو ته دې د هېواد برخلیک ټاکلو کې برخه ورکړل شي
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بي بي سي لندن
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نېکلسن وايي، افغان ښځې او سړي باید د دې حق ولري چې د خپل هېواد راتلونکي برخلیک ټاکلو کې برخه واخلي.
ښاغلي نېکلسن دغه څرګندونې په کابل کې له طالب مشرانو سره له کتنو وروسته په یوه خبري ناسته کې کولې.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او هلته یې د طالبانو د کورنیو او د امر بالمعروف د وزیرانو په ګډون له نورو طالب چارواکو سره کتلي دي.
ښاغلي نېکلسن په خپلو خبرو کې د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو ټينګار کاوه خو وايي موخه یې دا نه ده چې د تېر حکومت مشران دې بېرته ستانه شي چې واګې په لاس کې واخلي.
نوموړی وايي: "اجازه راکړئ بیا یې روښانه ووایم، زموږ غوښتنه دا نه ده چې پخواني افغان مشران دې بېرته راشي او د هېواد چارې دې په لاس کې واخلي. موږ داسې څه هم نه غواړو چې د توکم په نوم ځانګړې برخې خلکو ته ورکړل شي. له شک پرته ښځې باید پام وړ برخه ولري. موږ غواړو او وینو چې خلک یې هم غواړي د راتلونکي برخلیک او مشر په ټاکلو کې خپله ونډه ولري."
ښاغلي نېکلسن وايي، طالبان دې خلکو ته غوږ ونیسي او یوازې دې لارښوونې نه کوي.
طالبان چې له نژدې نهو میاشتو راهيسې په واک کې دي، حکومت یې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. نړيواله ټولنه وايي، طالبانو واک په زور تر لاسه کړی او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې دي.
د اروپايي ټولنې دغه لوړ پوړی دیپلومات وايي، ښايي په افغانستان کې د ټاکنو په اړه چې په تېر کې ترسره شوې، پر بڼې یې ځینې اندېښنې وې. خو نوموړی زیاتوي، ښايي د "لویې جرګې" په ګډون نورې داسې افغان لارې چارې ولټول شي چې "ښځې او سړي" پکې د خپل برخلیک په اړه د نظر څرګندولو فرصت ولري.
مخکيني ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې ځینو نورو سیاستوالو له وړاندې طالبانو ته د لویې جرګې د جوړېدو وړاندیز کړی، خو طالبانو تر اوسه رسمي غبرګونه نه دی ښودلی.
د ښاغلي کرزي د دفتر مخکیني مشر کریم خرم هم له بي بي سي پښتو سره څه موده وړاندې په مرکه کې ویلي و، طالبان د دوی د لویې جرګې پر وړاندیز غور کوي.
طالبانو که څه هم خپل حکومت چې له لویه سره یې د خپل فکر خلک پکې ورټول دي، چارسمبالی اعلان کړی خو روښانه نه ده چې حکومت به یې تر کله په دغه بڼه وي.
د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو
د اروپايي ټولنې استازی وايي، که څه هم تمه نه لري چې د واک شریکولو لپاره دې سملاسي لویه جرګه جوړه شي، خو زیاتوي "که داسې وشي، ډېر ښه کار به وي."
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دغه استازی وايي چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه یې دریځ نه دی بدل شوی او " په رسمیت یې نه پېژني" خو وايي له طالبانو سره ښکېلتیا مهم ګڼي.
اروپايي ټولنې تېر شلو کلونو کې د افغانستان په بیارغونه کې پراخه ونډه لرله خو دغه استازی وايي: " د حکومت له لارې یې پرمختیايي مرستې بندې کړې دي، خو د زده کړو او روغتیا په برخه کې د خیریه بنسټونو له لارې مرستې روانې ساتي."
افغانستان چې له لویه سره پر بهرنیو مرستو پایېده، د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د مرستو کچه بېخي کمه شوې، او میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي.