کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب پر دفتر برید شوی

په کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند پر دفتر برید شوی دی. د دغه ګوند له خوا په یوې خپرې شوې اعلامې کې ویل شوي "نن د جمعې لمانځه پر مهال دوه تنو شرخوښو او شريرو عناصرو چې د افغانستان د حزب اسلامي ګوند پر مرکزي دفتر یې وسله وال برید کړی و، موخې له رسېدو مخکې د خپل عمل په سزا ورسېدل."

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ګوند مشر او نور مشرانو ته په دغه برید کې زیان نه دی اووښتي خو يوازې د ښاغلي‌ حکمتیار د "حمایوي قطعې" دوه تنه ساتونکي سر سري ټپیان شوي.

د ګلبدین حکمتیار لمسي عبیدالله بهیر پر خپله ټوېټره پاڼه ویلي‌،‌ په دغه برید کې یې نیکه ته زیان نه دی او دی خپله "ورسره دی"

تر اوسه د کومې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. له دغه برید وروسته ښاغلي حکمتیار په لنډه وینا کې ویلي چې بریدګر "چادرۍ" کې ورغلي وو.

نوموړی وايي، یو ساتونکی یې وژل شوی هم دی.

‌داسې ویل کیږي چې برید کوونکو غوښتل هغه جومات ته ننوځي چې د حزب اسلامي‌ په دفتر کې دی. په دغه جومات د جمعې په ورځو د ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې لمونځ کوي او ځینې وخت پکې پر سیاسي‌ مسایلو هم خپل نظر څرګندوي.‌

ښاغلي حکمتیار څو میاشتې وړاندې له بي بي سي سره په خبرو کې د تېر حکومت ړنګېدل، یو مثبت حرکت او لاس ته راوړنه بللې وه او ویلي یې وو‍، تېر نظام باید نړېدلی وای. ځکه د هغه په وینا هغه نظام د وینې توېیدو لامل وو او ړنګېدل یې د ولس په ګټه شول.

د حزب اسلامي مشر د لږ شمېر هغو سیاسي کسانو له ډلې دی، چې د طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو وروسته لا هم هلته پاتې دی.

ښاغلی حکمتیار شاوخوا پنځه کاله مخکې له افغان حکومت سره د یوه هوکړه لیک له مخې کابل ته ستون شو.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې په ځینو برخو کې له طالبانو سره ورته نظر لري، د طالبانو او امریکا د استخباراتي چارواکو ترمنځ پر خبرو نیوکې کړې وې.

هغه مهال یې ددغه ډول ناستو او مذاکراتو په اړه اندېښنه ښوولې وه او پوښتلي یې وو چې د استخباراتي چارواکو پرځای ولې د دواړو لور سیاسي چارواکي خبري نه سره کوي؟