اوکرايين جګړه؛ روسيه وايي له خېرسون يې ملکي وګړي ايستلي

روسي چارواکي وايي، د اوکرایین له ځواکونو سره د احتمالي جګړې له پیله مخکې یې له نیول شوي جنوبي ښار خېرسون څخه د ملکي وګړو د ایستلو عملیات بشپړ کړي دي.

ويل کېږي لږ ترلږه ۷ زره ملکي وګړي د دنيپرو سيند څخه اوښتي دي. د روسيې د مېلشو يوه قوماندان ويلي، موږ د خرسون د دفاع لپاره چمتووالی نيسو.

په ورته وخت کې روسيي چارواکو ويلي ۳۰۰ زره اضافي سرتېري يې اماده کړي دي.

د دفاع وزير سرګي شويګو ولسمشر ولادمير پوتين ته ويلي چې له دغو کسانو ۴۱ زره یې له وړاندې اوکرايين کې د جګړې په موخه استولي دي. دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تائيد شوې.

بل پلو د اوکرایین ولسمشر ولودمير زېلېنسکي روسیه تورنه کړې چې یوازې په دوو ورځو کې یې د بې پیلوټه الوتکو ۳۰ بریدونه کړي دي.

ښاغلی زېلېنسکي چې له یوې راپرېوتلې بې پیلوټه الوتکې سره ولاړ وو، وویل ''زموږ د اسمان ساتونکو، د دښمن د ګیدړانو د ننوتلو مخه ونیوله او ۲۳ (بې پیلوټه الوتکې) یې را وغورځولې.''

هغه ویلي، "هر شمېر او له هر ځایه چې اوکرایین ته راشي، موږ د ټولو دغو اوسپنیزو بلاوو وزرونه ورټولوو. د دښمن الوتکې راغورځول کېږي. د دښمن چورلکې راغورځول کېږي. بې پیلوټه الوتکې راغورځول کېږي."

د اوکرایین ولسمشر په خپلو خبرو کې درې ځله د ایراني بې پیلوټه الوتکو نوم واخیست، چې ویل کېږي روسیې د تېرو څو اونیو په بریدونو کې کارولې دي. خو په دغو خبرو کې يې د ایران نوم وانخیست.

ایران "د اوکرایین پر ضد د وسلو او بې پیلوټه الوتکو" لېږلو څخه انکار کوي. خو اروپايي ټولنې او بریتانیا په دې تړاو پر ایران بندیزونه لګولي دي.

پر دې سربېره جرمني، بریتانیا او فرانسې په ملګرو ملتونو کې د دغې موضوع د پلټلو غوښتنه کړې ده.

دوی وايي پر روسیې د ایران له خوا د شاهد په نامه د بې پیلوټه الوتکو پلور د امنیت شورا ۲۲۳۱ پرېکړې څخه سرغړونه ده چې د ایران د اتومي پروګرام او پر دغه هېواد د بندیزونو د مختلفو اړخونو په تړاو دی.

د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ د پنجشنبې په ورځ له خپل امریکايي سیال جوبایډن سره ویلي وو، "ایران خپل وګړي وژني، د اتومي وسلو په ترلاسه کولو کې هېڅ ځنډ نه کوي، ټوله نړۍ او سیمه له ګواښ سره مخ کوي او اوس د اوکرایین بې ګناه وګړي هم وژني."

هغه سپینې ماڼۍ ته تر تګ مخکې ژمنه کړې وه، چې د ایراني بې پیلوټه الوتکو د لېږد "سند" به ښاغلي بایډن ته ورښيي.

اسرائیلو د ایران په استخباراتي او امنیتي ادارو کې ژور نفوذ لرلی دی.

د شاهد ۱۳۶ بې پیلوټه الوتکې چې اوکرایین وايي روسیه اوس اوس هغه کاروي، ځانمرګې الوتکې دي چې پر هدف تر لګېدو وروسته چووي.

اوکرایین پر ایران تور لګوي چې ګڼې داسې بې پیلوټه الوتکې یې د روسیې په واک کې ورکړې دي. او وايي روسیې تر اوسه په خپلو بریدونو کې ۴۰۰ بې پیلوټه الوتکې کارولې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د چهارشنبې په ورځ د اوکرایین پر ضد د بې پیلوټه الوتکو د لېږد په اړه خپل پخوانی دریځ بیان کړ.

"موږ تیار یوو چې د ایران او اوکرایین د پوځي کارپوهانو ډلې ګډه ناسته ولري، دې ته هم تیار یوو چې که اوکرایین هر ډول شواهد په لاس کې لري او له موږ سره یې شریک کړي، که په دغې ناستې کې دا څرګنده شي چې روسیې له ایراني بې پیلوټه الوتکو کار اخیستی، نو موږ به بې تفاوته پاتې نه شو."

څه موده وړاندې چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې روسیه د اوکرایین پر خاوره او ملي حاکمیت تېري محکومه کړه، ایران د لږ شمېر هېوادونو په ډله کې وو چې په دې اړه یې هېڅ رایه ورنکړه، ان ممتنع رایه یې هم ونه کاروله.

پر دې سربېره د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي په ویاړ سره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د پلو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي خامنه یي وویل، "څو کاله مخکې به چې د پر مختللو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو او تجهیزاتو د جوړېدو په اړه عکسونه خپرېدل، نو ویل یې فوټوشاپ دي. اوس وايي ایراني بې پیلوټه الوتکې ډېرې خطرناکې دي. ولې یې پر فلاني پلورئ یا یې چا ته ورکوئ."